افغانان په اتفاق او اتحاد سره کولای شي له روانو حالاتو څخه په بریالیتوب سره ووځي!

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۸:۵۵
mobta

دا څو ورځې کېږي چې له کرونا ناروغي سره لاس او ګرېوان یم او ځان مې په کور کې قرنطین کړی دی. ليدنې مې بندې کړې دي‌. خو د دفتر کارونه له خپلو همکارانو سره وخت پر وخت تعقيبوم. د وطن حالات هم له نژدې څارم او هڅه کوم چې د امنيت او ثبات لپاره د قومونو او ولسونو د انسجام چارې هماغسې پر مخ یو سم لکه تر کرونا مخکې چې مې وړې.

له شکه پرته وطن په نازکو حالاتو کې دی، دا زموږ ټولو د امتحان ورځي دي او له خدای ج څخه غواړم چې موږ ټول په دې امتحان کې بريالي کړي. زه پر خپل برياليتوب ډاډه یم، ځکه موږ پر حق یو او حق تل بريالی وي.

د افغانستان دښمنان به سړک وران کړي، پل به تخريب کړي، ښوونځی به وسوځوي خو د خلکو له ذهنونو او زړونو څخه به ددې وطن د مالکيت احساس او مينه وانخيستلای شي. دې ولس د خپل تاريخ په اوږدو کې تر دې هم سختې ورځې ليدلې دي خو هر ځل د خپل يووالي او سرښندنو په مرسته ترې بريالی راوتلی دی.

زه باوري یم چې دا سختې ورځې به تېرېږي او موږ به بيا هم بريالي کېږو. پاکستان او نور دښمنان بايد په دې پوه شي چې افغانستان اوس تغيير کړی دی. د افغانستان اوسنی نسل خپل دوست او دښمن پېژني او د دښمن په مقابل کې په ډېر وياړ سره د هېواد دفاع کوي.

زه د هېواد پر قومي مشرانو، مخورو، ديني عالمانو او ځوانانو باندې غږ کوم چې په اوسنۍ جګړې کې بې طرفه پاتې نه شي او د هېواد د مېړنيو امينتي ځواکونو تر شاه ودرېږي او د جمهوريت صف پياوړی کړي. دغه راز د جمهوريت صف پياوړی کول زموږ د ټولو ملي او دیني مسوليت دی او ددې خاورې د بقا تضمين کولای شي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۰
Background image

لغمان کې مسؤلينو ۱۰ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښود

 

سه شنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالي په نويا دره کې د دوو کورنيو ترمنځ د پورونو پر سر راپورته شوې لس کلنه بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۵
Background image

په نورستان او هرات ولايت کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو اورېدو غونډې ترسره شوې

 

دوشنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کانتیوا او د هرات ولایت په کرخ ولسوالي کې د قومي مشرانو، دیني علماوو او د خلکو د استازو په ګډون پراخې غونډې ترسره شوې. په دغو غونډو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالي قومي مخورو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره وکتل

 

دوشنبه ۱۴۴۷ ربیع الاول ۸

نن په کابل کې د زابل ولایت له شاجوی ولسوالي څخه راغلیو علماوو او قومي سپين ږیرو د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا نورالله. . .

BACK TO NEWS

User account menu