د رحمان بابا عالي لېسې لنډه تاریخچه

mobta

د افغانستان د وخت حکومتونو د پالیسۍ او اړتیا په بنا د قومونو او د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا قبایلو بچیانو ته د ښوونې او روزنې په موخه وخت په وخت ښوونځي تاسیس کړي دي.

چې له جملې څخه یې په ۱۳۲۶ هـ ل کال د اعلی حضرت سردار شاه محمود خان د صدارت په وخت کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ازادو قبایلو په نامه ښوونځی تاسیس شو. او د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا قبایلي قومي مشرانو،سپینږیرو او د اوه ګونو ایجنسیو مختلفو قومونو اولادونه پکې شاملېدل.

څرنګه چی د آزادو قبایلو زده کوونکو شمېر ورځ تربلې ډېرېدلو او د قبایلو ښوونځي د جذب وړتیا (ظرفیت ) نه درلوده، نو یو شمېر زده کوونکو ته يې بدلون پاڼې (سه پارچې) ورکړې، او دا هغه زده کوونکي و چې په کابل کې یې کورونه نه لرل او په دري ژبه هم نه  پوهیدل چې له یو لړستونزوسره مخامخ شول. د دې ستونزې د حل لپاره دوه تکړه ملي او قومي شخصیتونو هریو خواجه حاجي محی الدین (ځاځی) او پیلوټ آدم خان چې د هېواد له لومړنیو پیلوټانو له ډلې څخه وو، مټی را ونغاړلې او د وخت د حکومت صدراعظم ښاغلی سردار شاه محمود خان غازي يې دې ته تیار کړ چې د سه پارچه شویو زده کوونکو لپاره یوبل لیلیه ښوونځی جوړکړي.

په ۱۳۲۹ هـ ل کال کې یو منځنی  ښوونځی  چې تر (۹) ټولګي پورې یې زده کوونکي لرل د رحمان بابا په نوم  جوړشو. د دې ښوونځي لومړنۍ وداني د شېرشاه مېنې څلورمې کارته کې موقعیت درلود.

چې بیا یې په ۱۳۳۹ هـ ل کال کې لیسې ته ارتقا وکړه او د رحمان بابا عالي لېسې په نامه ونومول شوه.

لېسې ته په ارتقا سره یاد ښوونځی د ښوونکو له کمبود سره مخ شو، نو یو شمېرښوونکوچې د کابل دارالمعلمین او کابل پوهنتون د استادۍ ویاړيې درلود په افتخاري ډول د دې ښوونځي تدریسي چارې پرمخ وړلې.

دا ښوونکي هر یو استاد غنچه ګل، استاد عبدالروف بینوا، استاد حفیظ الله امین او همدارنګه استاد آدم خان و چې وروسته بیا ښاغلی آدم خان د دې لیسې تدریسي مرستیال شو، نوموړو ښوونکو په داوطلبانه ډول پرته له کوم مادي امتیاز او حق الزحمې تدریسي چارې پرمخ وړلې.

لومړی مدیریې آمرجان (ځاځی) و، دا چې په ښوونځي کې د زده کوونکو  شمېر ورځ تربلې زیاتیده، نو د میرویس میدان  ده بوري سیمه کې د قرقل شرکت ودانۍ چې (۳۲۰۰۰) مربع متره مساحت یې درلود د یادې لېسې لپاره د پوهنې وزات له خوا په کال ۱۳۳۹ هـ  ل کې وپېرل شوه چې پکې په پښتو ژبه له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکو ته ښوونه او روزنه ورکول کیده.

دې لېسې ته په لومړیو وختونوکې له ولایتونو څخه له اول نمره نه  ترپنځم نمره پورې او وروسته بیا له اوم ټولګي څخه تر دولسم ټولګی پورې زده کوونکي جذبیدل.

کله چې یاد ښوونځي لېسې ته ارتقا وکړه په لومړیو کلونوکې شاوخوا(۳۰۰۰) تنه زده کوونکي په زیات شمېر د ونډې په توګه له سرحدي ولایتونوڅخه جذبیدل چې د (۱۱۰) تنو تجربه لرونکو ښوونکو له خوایې تدریسي چارې سمبالېدلې چې دې بهیر تر ډېرو کلونو پورې  دوام وکړ او کال په کال به یې سلګونه زده کوونکي  فارغ ورکول او لوړو زده کړو ته به یې لیار موندله.

د رحمان بابالېسې  ،ښونیزې او روزنیزې چارې تر ۱۳۷۱ هـ ل کال پورې په عادي او نورمال حالت دوام درلود،ی خو له بده مرغه د دغه کال را وروسته د کورنیو جنګونو او مخالفتونوله امله نه یواځې د لیسې دروازه د زده کوونکو پرمخ وتړل شوه، بلکې د دې لیسې ودانۍ هم په یوه کنډواله بدله شوه او زده کوونکي يې په کمه فیصدۍ د استقلال په عالي لېسه کې تر زده کړې لاندې ونېول شول.

په (۱۳۸۲) هـ ل کال کې پوهنې  وزارت په هاند او هڅو د رحمان بابا عالي لېسې د بیارغولو چارې د جرمني هېواد د یوې موسیسې لخوا پیل شوې او په څنګ کې د پاکستان او جاپان هېوادونو هم د لېسې  په بیا رغولوکې فعاله ونډه واخستله چې د نیکه مرغه په ۱۳۸۴ هـ ل کال کې رحمان بابا لیسه بیا ګتې اخیستنې ته چمتو شوه، او په نهاري ډول پکې زده کړې پرمخ بېول کیدې.

په ۱۳۸۴هـ ل کال کې رحمان بابا لیسه د جمهوري ریاست مقام د حکم په اساس د سرحدونو،قومونو او قبایلو او دپوهنې چارو وزارتونو ترمنځ په همغږۍ او تفاهم د پوهنې له وزارت څخه جلا او د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزارت پورې وتړل شوه.

د سرحدونو،قومونواو قبایلو چارو وزارت په هاند او هڅو د جمهور رئیس حامد کرزي د فرمان له مخې د رحمان بابا عالي لېسه له ټول تشکیل سره په ۱۳۸۵ هـ ل کال دغبرګولې په دریمه نيټه رسماٌ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته وسپارل شوه او تردې مهاله پورې د دې وزارت تر قیومیت لاندې فعالیت کوي.

یاده دې وي چې د رحمان بابا عالي لېسه (۵) بلاکونه لري چې (۲۰۶) لیلیه، (۶۵) تدریسی او (۱۵) اداري خونې او همدا رنګه جومات، د غونډو هال، ډیپو، کتابتون، لابراتوار او فرهنګي خونې لري.

دغې لیسې ته له ۱۳۸۵ هـ ل کال څخه را په دیخوا د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د هېواد (۳۴) ولایتونو د لیرېو پرتو (سرحدي ) سیمو زده کوونکې جذب او تر ښوونې او روزنې لاندې نیول کېږي.

د رحمان بابا عالي لېسې اداري تشکیل:

تشکیل یې له ۱۳۸۱ هـ ل کال څخه تر ۱۴۰۰ هـ ل کال پورې (۹۹) تنو کارکوونکو ته رسیده چې له ډلې یې ۱۵ تنه اداري کارکوونکي ( ۴۳ ) تنه ښوونکي او(۴۱) تنه خدماتي پرسونل و. او اوس مهال د رحمان باباعالي لېسې تشکیل(۹۱) کسانو ته رسیږي چې (۱۵) تنه اداري کارکوونکي (۴۳) تنه تدریسي او(۳۶ ) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

تدریسي برخه:

د رحمان بابا عالي لیسې درسي نصاب او درسي میتود د پوهنې وزارت د قوانینو او لوایحو په اساس پرمخ ځي همدا رنګه درسي کتابونه او نور مطبوع او غیر مطبوع مواد د پوهنې وزارت لخوا ورکول کيږي.د زده کوونکو نتایج او شهادت نامې هم د پوهنې چارو وزارت پورې تړاو لري.

د یادې لیسې ښوونکي د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت په موافقه د پوهنې چارو وزارت لخوا استخدامیږي.

رحمان بابا عالي لیسه د مجهز کمپیوټر لیب په لرلو سره د هېواد بچیانو ته په عملي ډول روزنه ورکوي همدارنګه پر وخت زده کوونکو ته د انګلیسي، ریاضی او کمپیوټر تر څنګ د کانکورچمتوالي کورسونه جوړېږي.

روغتیایي برخه:

د رحمان بابا په عالي لیسه کې یو روغتیایي کلنیک موجود دی چې په تشکیل کې څلور تنه روغتیایي کارکوونکي، یو متخصص ډاکټر،یوتن د ډاکټر مرستیال، یو نرس او یو فارمسست لري چې ۲۴ساعته د زده کوونکو په خدمت کې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هاند او هڅو یوه عراده امبولانس د روغتیا وزرات لخوا د لیسو له کلنیکونو سره مرسته شوې ده.

د رحمان بابا لیسې روغتیایي کلنیک ته طبي سامان آلات او درمل  د اړتیا په وخت کې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په واک کې ورکول کیږي.

لیلیه برخه:

د رحمان باباعالي لیسې زده کوونکو ته د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا لوژیستیکي او خوراکي مواد پر وخت اکمالیږي او د (۹) تنو مجربو استادانو لخوا د دې لیسې لیلیه برخه اداره کیږي.

ورزشي برخه:

رحمان بابا عالي لیسه کې زده کوونکوته د هغوی د فزیکي وړتیا د لوړوالي او سالم رقابت په موخه د ورزش آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د دې لیسې زده کوونکو ته د فوټبال، فوټسال او باسکیټبال لوبو میدانونه له نړیوالو ورزشي معیارونو سره سم جوړ شوي دي.

د لیسې د ورزش استاد په هڅو زده کوونکو ته د فوټبال،فوټسال، باسکیټبال، ټیکوانډو او کرکټ ټیمونه جوړ شوي دي.