مسلکي معینیت

 مسلکي معینیت تر دې مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په تشکیل کې د سیاسي معینیت په نوم خپلې ورسپارل شوې دندې پر مخ وړې، چې په دې وروستیو کې د مسلکي معینیت په نوم ونومول شو. د پلان او پالیسي ریاست، د ښوونې او روزنې ریاست، دتحقیق او مطالعاتو ریاست او د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست هغه څلور ریاستونه دي، چې د مسلکي معینیت تر رهبرۍ لاندې خپلې چارې تنظیموي. مسلکي معینیت د یوه مهم معنیت په توګه له لایحې سره سم د اساسي قانون په رڼا کې د وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ پر بنسټ لاندې دندې پر مخ وړي. په مسلکي معینیت پورې اړونده د ټولو چارو اداره کول، پلان جوړونه، رهبري او کنټرول. د وزارت د ستراتیژیکې پالیسۍ د طرحې لپاره د اسانتیاوو برابرول. د مسلکي معینیت د ټولو چارو د کاري لوریو او وزارت د نورو چارو په اړه د وزارت له مشرتابه سره مشوره. د وزارت د ستراتیژیکو او مهمو لومړیتوبونو ځانګړي کول او ټاکل. د وزارت د پالیسۍ پلي کول او د چارو د ښه والي په موخه د ځانګړو وړاندیزونو وړاندې کول. په لوړه کچه د پالیسیو له پلي کولو څخه نظارت کول. د اړوند ریاستونو له خوا د چارو همغږي او انسجام. د وزارت اړوند دری ګونو لېسو د تدریسي او لوژستیکي چارو تنظیم او رهبري. د وزارت له لومړیتوبونو سره سم د څومره والي او څرنګوالي د شاخصونو او معیارونو پراختیا. د هغو څېړنیزو او علمي پروژو تحلیل او ارزونه، چې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څېړونکو له خوا تیاریږي. د هېواد د سرحدونو په برخه کې د ځانګړې پالیسۍ طرحه او پلي کول. د پراختیا یي پروژو د چارو تنظیم. د وزارت د خپرونو ترتیب او تنظیم. د وزارت د مشرتابه په مهمو پرېکړو کې برخه اخستل.

د مسلکي معین الحاج مولوي احمد طه قادري لنډه پېژندنه

الحاج مولوي احمدطه قادري د شیخ الحدیث خلیفه صاحب عبدالقادر زوی په (۱۳۴۵) لمریزکال کې د پکتیکا ولایت د نکي ولسوالۍ د صدق خېلو کلي كې دنیا ته سترګې وغړولې.

دیني لومړنۍ زده کړې یې له خپل پلار سره چې دیني عالم او  روحاني شخصیت و سرته ورسولې ورپسې یې لوړې خصوصي دیني زده کړې د هجرت پر مهال په لویو دیني مدرسو کی له افغان نامتو او جیدو علماء کرامو سره پر مخ یووړلې چې په (۱۹۹۲) زېږديز کال کې یې د صوبه سرحد پیښور په حقانیه دارالعلوم کې پای ته ورسولې.

د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال ښاغلی قادري صاحب د غزني ولایت د اندړو ولسوالي چهاردیوال د پروژو د رئیس په توګه ورپسې د کابل ولایت د جنوبي دروازو سنګ نوشتي او میدان ښار کرښي په نظامي برخه کې یې دنده ترسره کوله وروسته د هېواد مشرقي ولایتونو کې د وضعیت ارامولو په پار موظف او هلته (۱) کال د ننګرهار ولایت قول اردو کې د رئیس ارکان او (۳) کاله یې د یاد ولایت د امنيې قوماندان په توګه دنده تر سره کړه، وروسته د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله د هدایت پر اساس د پکتیا والي، د بامیانو ولایت نظامي مسؤل، د لغمان ولایت د امنیه قوماندان اوپر افغانستان د امریکا او متحدینود تیري تر مهال( ۱۳۸۰)پورې کنړ ولایت کې د فرقې مسؤل په توګه دندې ترسره کړې. د اشغال پر وړاندې تر څو ورځو مبارزې وروسته پکتیکا ولایت ته ولاړهلته یې په سحرایې سیمو او ځایونو کې د مجبوریت شپي او ورځې تیرولې هغه مهال د ښاغلي قادري صاحب کور هم د تیري کوونکو له لوري بمبارد او د کورنۍ (۱۲) غړي یې په شهادت ورسېدل. ښاغلی قادري صاحب اړ شو چې له خپل کور او کلي څخه مهاجر شي. کله چې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله په امر د اشغالګرو پر وړاندې وسلوال جهاد پیل شو، نو ښاغلي قادري صاحب هم مهاله د جهاد لیکو ته را ودانګل او د نظامي کمیسیون د غړي په توګه یې دنده پیل کړه چې بیا وروسته بندي او له بند څخه د را خلاصيدو سره سم د شهید ملا اختر محمد منصور د هدایت په اساس (۳) کاله د میدان وردګ ولایت والي(۱)کال دننګرهار والي، (۲) کاله د بامیانو ولایت والي بیا وروسته د شلو ولایتونو د مؤسیسانو کمیسیون مسؤل و بیا د کابل تورخم د لویې لارې مسولیت ور په غاړه شو او ورپسې یې د پکتیا ولایت د مرستیال والي په توګه دنده تر سره کوله.

د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري د هېواد له وروستۍ بشپړې فتحې څخه وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي بررسیو د مرستیال دنده وروسپارل شوه، ورپسې یې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کنړ ولایت د والي په توګه خپل مسؤليتونه په خورا ديانت او امانتدارۍ ترسره کړل. اود( ۱۴۴۴)هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې راپدیخوا د اميرالمؤمنين د کتبي  حکم پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معین په توګه دنده ترسره کوي، الله جل جلاله دې په چارو کې بريالی او سر لوړی لري.