د جرګو او قبایلي چارو همغږۍ معینیت

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معینیت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یو مهم معینیت دی، چې په مرکز او ولایتونو کې د قومونو او قبایلو تر منځ د جرګو جوړولو له لارې د دوی ستونزې هواروي، ورور ګلوي او یووالي ته یې را بولي.

 د دې معینیت  مهمې دندې په لاندې ډول دي:

د ملي موخو تر لاسه کولو لپاره د قومونو او قبایلو تر منځ  یووالی.

د ملي یووالي او سوله ییزې فضا د رامنځته کولو لپاره د قومونو او قبایلو هر اړخیزه پېژندنه او تحلیل.

 د قومونو او قبایلو تر منځ د ملي یووالي د ټینګښت په اړه د دولت د اساسي موخو د توضیح او تشریح  لپاره  د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو  وزارت له پلان سره سم د جرګو جوړول.

د دولت مثبتو پالیسیو ته د قومونو او قبایلو نږدې کول.

د سولې او  امنیت د تامین په اړه د حکومت له  فعالې خطې مشې څخه د قومونو او قبایلو د عامه ذهنیتونو روښانول.

د جرګو له لارې د قومونو او قبایلو تر منځ د سولې د مذاکراتو او شخړو د حل لړۍ جاري ساتل.

 د ملي وحدت د ټینګښت د یوې وسیلې په توګه د قومي شورا ګانو جوړول.

 د سرحدي او سرحد ته څېرمه قومونو، قبایلو او دولت تر منځ د همغږۍ او مرستې په موخه د لیدنو کتنو د ترسره کولو اسانتیاوې برابرول.

  د ملي او سیاسي موخو د لاس ته راوړلو په موخه د دولت ارګانونو ته سالمې مشورې ورکول.

  د سرحدي قومونو او قبایلو د ټولنیزو، سیاسي او نظامي حالاتو شننه او مطالعه او د دولت له ګڼ شمېر ملي او امنیتي ارګانونو سره همغږي او هغوی ته د اغېزناکو کاري لورو روښانه کول.

 د جرګو او قومي شوراګانو له لارې د قومي او سمتي شخړو اوارول.

 په سرحدي سیموکې د دولت د پالیسۍ، فرمانونو، مصوبو او د مقاماتو د لارښوونو او احکامو  پلي کول.

د افغاني ټولنې د سالمې فکري رهبرۍ په برخه کې د مرستې په موخه د عالمانو او پوهو شخصیتونو تشخیصول.

 د تشریفاتو ریاست مېلمستونونو ته د اعاشې او اباطې لپاره د مېلمنو له ثبت او راجستر څخه څارنه او د هغوی ورپېژندل.

  د قبایلي کارتونو ترتیب او تنظیم او مستحقو کسانو ته د کارتونو وېشل.

  د قومي شورا ګانو ثبت او راجسترول.

 په پرله پسې توګه د دویمو واحدونو د کاري لوریو رپوټ اخیستل.