د پلان او پالیسۍ دریاست پورې اړوند په ۱۳۹۹ مالي کال کې درې ودانېزې او دوه خدماتي پروژو چارې د بشپړیدو په حال کې دي!

۱-د پیرمحمد کاکړ  عالي لیسې د  اوبو د دوه ذخېرو چارې د افغانستان د پراختیایي بودجې په مالي ملاتړ د ۱۶۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ورکړې سره  منظور؛   چې د دغې پروژې چارې د ۲۰/۰۳/۱۳۹۹ تر ۱۹/ ۰۳/ ۱۴۰۰ د یو کال لپاره د ۱۵۹۸۹۹۸۹ افغانیو  قرار داد څخه وروسته،   ۹۲٪  چارې بشپړې شوې او ۹۰٪ بودجه لګول شوی ده.

۲– د خوست ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو او مېلمستون تالار ودانیزې چارې د دوست هېواد هندوستان  او د (HICDP) پروګرام په مالي ملاتړ د بشپړېدو په حال کې ده؛ چې دا پروژه د ۲۰/۹/۱۳۹۸ تر ۲۰/۰۸/ ۱۳۹۹ په تاریخ د پریموس له ودانیز شرکت سره د چارو د بشپړولو په موخه تړون لاسلیک شوی و؛ چې د یادې پروژې ۷۰٪ چارې بشپړې او ۶۰٪ بودجه پرې لګول شوې ده.

۳- د ننګرهار ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو د تورخم مدیریت  ودانېزه پروژه  د دوست هېواد هندوستان او د (HICDP) په مالي ملاتړ چارې روانې دي؛ نوموړې پروژه د ۲۱/۰۹/۱۳۹۸ تر ۲۰/۹/۱۳۹۹ نېټې د  حضرت افغان له ودانېز شرکت سره تړون لاسلیک او دمګړۍ د پروژې چارې په عادي ډول په مخ روانې دي؛ چې ۷۵٪ چارې بشپړې او ۷۰٪ بودجه لګول شوې ده.

۴-د سرحدونو او قبایلو  د معلوماتو د انسجام پروژه (BTMIS) چي د افغانستان دولت له بودجې څخه تمویلېږي؛ تراوسه ۷۷٪ بودجه لګول شوې ده.

۵-د موبتا ریفورم (MOBTA REFORM) خدماتي پروژه چې د افغانستان له بودجې څخه تمویلېږي؛ تراوسه ۸۲٪ بودجه لګول شوې ده.

ټولټال لګول شوې پراختیایي بودجه ۷۵٪ پلې شوې ده.

 

لست پروژه ها و قرارداد های عقد شده سال مالی 1399

mobt

mobta

 

mobta

mobta

 mobta