افغانان په اتفاق او اتحاد سره کولای شي له روانو حالاتو څخه په بریالیتوب سره ووځي!

دا څو ورځې کېږي چې له کرونا ناروغي سره لاس او ګرېوان یم او ځان مې په کور کې قرنطین کړی دی. ليدنې مې بندې کړې دي. خو د دفتر کارونه له خپلو همکارانو سره وخت پر وخت تعقيبوم. د وطن حالات هم له نژدې څارم او هڅه کوم چې د امنيت او ثبات لپاره د قومونو او ولسونو د انسجام چارې هماغسې پر مخ یو سم لکه تر کرونا مخکې چې مې وړې.
له شکه پرته وطن په نازکو حالاتو کې دی، دا زموږ ټولو د امتحان ورځي دي او له خدای ج څخه غواړم چې موږ ټول په دې امتحان کې بريالي کړي. زه پر خپل برياليتوب ډاډه یم، ځکه موږ پر حق یو او حق تل بريالی وي.
د افغانستان دښمنان به سړک وران کړي، پل به تخريب کړي، ښوونځی به وسوځوي خو د خلکو له ذهنونو او زړونو څخه به ددې وطن د مالکيت احساس او مينه وانخيستلای شي. دې ولس د خپل تاريخ په اوږدو کې تر دې هم سختې ورځې ليدلې دي خو هر ځل د خپل يووالي او سرښندنو په مرسته ترې بريالی راوتلی دی.
زه باوري یم چې دا سختې ورځې به تېرېږي او موږ به بيا هم بريالي کېږو. پاکستان او نور دښمنان بايد په دې پوه شي چې افغانستان اوس تغيير کړی دی. د افغانستان اوسنی نسل خپل دوست او دښمن پېژني او د دښمن په مقابل کې په ډېر وياړ سره د هېواد دفاع کوي.
زه د هېواد پر قومي مشرانو، مخورو، ديني عالمانو او ځوانانو باندې غږ کوم چې په اوسنۍ جګړې کې بې طرفه پاتې نه شي او د هېواد د مېړنيو امينتي ځواکونو تر شاه ودرېږي او د جمهوريت صف پياوړی کړي. دغه راز د جمهوريت صف پياوړی کول زموږ د ټولو ملي او دیني مسوليت دی او ددې خاورې د بقا تضمين کولای شي.
محب الله صمیم
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر