لغمان کې مسؤلينو ۱۰ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښود

taqi2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۰
لغمان کې مسؤلينو ۱۰ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښود

 

سه شنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالي په نويا دره کې د دوو کورنيو ترمنځ د پورونو پر سر راپورته شوې لس کلنه بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر مولوي نورالهادي چپاو په هلو ځلو، د قومي سپين ږيرو او علماوو په همکاري پای ته ورسېده.

په دغه راپورته شوې بدي کې له دواړو لوريو يوتن وژل شوی يو بل تن پکې ټپي شوی او د مالي تاوانونو ترڅنګ يې ژوند په ويره او ډار سره تېراوه، چې وخت نا وخت به يې له همدې کبله يو بل ته ستونزې هم جوړولې.

د يادې شخړې د هواري په موخه مسؤلينو قومي جرګه جوړه کړه، له ښکېلو غاړو يې واکونه واخېستل او د يوې شرعي فيصلې په اساس يې حق حقدار ته وسپاره، چې په همدې توګه ياده لس کلنه بدي پای ته ورسېده.

مسئولین به منازعه ۱۰ ساله در لغمان پایان دادند

سه شنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۷

مولوی نورالهادی چپاو، آمر امورسرحدات اقوام و قبایل ولایت لغمان به همکاری بزرگان قومی و علما، منازعه ده ساله را که برسر قرض بین دوخانواده در نویا دره  ولسوالی دولت شاه ولایت لغمان به وجود آمده بود، حل و به خصومت دیرینه این دو خانواده نقطه پایان گذاشتند.

دراین منازعه  که چندین سال قبل بین این دو خانواده شاه رخ داده بود، درنتیجه آن یک نفر کشته و یک نفر دیگر زخمی شده بود، و خسارات مالی را نیز درپی داشت، علاوه برآن زندگی را در ترس و وحشت سپری می کردند.

مسئولین برای حل و فصل این منازعه ده ساله  جرگه مردمی را دایر کردند و اختیارات را هر دو طرف گرفته و بر اساس یک فیصله شرعی، حق را به حقدار سپردند. به این ترتیب منازعه ده ساله میان  هردو طرف خاتمه یافت وهردو خانواده با هم دیگرصلح کردند.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په بلخ کې د ۵ کلنې شخړې حل

  شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست د جوزجان ولایت د فیض اباد د یوې کورنۍ او د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د جوشور کلي د بلې کورنۍ ترمنځ ۵ کلنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۶:۱۴
Background image

‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د څلورو لېسو فراغت غونډې ترسره شوې

‏ شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ په خوست، غزني، هرات او بدخشان ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له اړوندو څلورو لېسو څخه (۱۳۳) تنه زده کوونکي فارغ شول.یاد زده کوونکي چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۱۷
Background image

‏د بغلان په نهرين او جوزجان په درزاب ولسوالي کې له عامو خلکو سره ولسي ناستې ترسره شوې

پنجشنبه ۲۰ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د ولايتي مسؤلينو په همغږي د ولسواليو په سطحه د اسلامي اخوت او خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې تېره ورځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu