ننګرهار کې د کوچیانو څارویو ته د ویروس ضد درملو ورکړه او په دې برخه کې د عامه پوهاوی پروګرام پیل شو

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۳:۱۵
mobta

د افغانستان لپاره د هالنډ د (DCA) مؤسسې او د « د کوچي- کلپ» پروژې په مالي لګښت او د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست په تخنيکي همکارۍ د ننګرهار مومند درې ولسوالۍ د شهيدانو موړ په سیمه کې د کوچیانو ۱۰۰ زره څارویو ته د داخلي ویروس پر ضد د درملو د ورکړې پروګرام پیل شو. د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، د دې پروګرام موخه له بېلابېلو امراضو او پرازیتونو څخه د څارویو ساتنه ده چې په دې برخه کې به مالدارانو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شي. د ننګرهار کرنې ریاست د حیواني روغتیا امر ډاکټر محمدضمیر بهسودي او د کوچیانو ریاست استازي « د کوچي- کلپ» پروژې مخکې هم مالدارانو ته د ترویج ، څارویو د تغذې او وټرنرۍ خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې خورا ګټور خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu