غزني کې د مسؤلینو او عامو خلکو ترمنځ لویه ولسي غونډه جوړه شوه

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۳۴
غزني کې د مسؤلینو او عامو خلکو ترمنځ لویه ولسي غونډه جوړه شوه

یکشنبه ۴ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت‌الله شجاع په مشرۍ نن په غزني ولایت کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو په ګډون د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه یوه لویه غونډه ترسره شوه، چې پر مهال یې د مسؤلینو او بېلابېلو قومي استازو له لوري ویناوې وشوې.

غونډې ته ښاغلي شجاع په خبرو کې وویل: افغانانو د الله تعالی په نصرت او تش لاس روس او امریکا داسې مات کړل، چې نړۍ ورته حيرانه شوه او دا ستره لاسته‌راوړنه د یووالي او اطاعت پایله وه. نوموړي زیاته کړه هغه کسان، چې د اسلامي نظام مخالفت کوي، ایا بېرته داسې حکومت غواړي، چې د خلکو ژوند پکې خوندي نه و او مخالفتونه پکې اوج ته رسېدلي وو؟ ښاغلي شجاع ټینګار وکړ، چې د نظام ملاتړ د ټولو ګډ مسؤلیت دی ځکه دا کوم بېګانه نظام نه دی، بلکې د همدې ولس د مالونو او اولادونو د قربانیو په بدل کې رامنځته شوی دی.

ورپسې د غزني مرستیال والي مولوي سردار محمد مدني او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان راهبر په خپلو خبرو کې د غزني له ټولو قومونو او ولسونو وغوښتل، چې د هېواد د ابادۍ او نظام د ساتنې لپاره په ګډه هڅې وکړي تر څو افغانستان په ټولو برخو کې پر ځان بسیا او بيا چاته محتاج نه شي. دوی مداراز زیاته کړه، چې اسلامي نظام چا به خيرات کې نه دی راکړی بلکې د خلکو د قربانیو په بدل کې رامنځته شوی دی نو له همدې امله باید ځوانان د هېچا په تبلیغاتو او بې‌ځایه فرمایشونو ونه غولېږي.


په پای کې دیني عالمانو او قومي مشرانو د اسلامي امارت د پرمختګونو او لاسته راوړنو په برخه کې خدمتونه بې ساري وبلل او ويې ويل، د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د بل چا په واک او اختیار کې نه ده او د هېواد خپلواکي او حاکمیت هغه څه دي، چې ګاونډي هېوادونه، بهرني استخبارات او کفار ورسره مخالفت لري او له همدې امله بېلابېلې پلمې لټوي. دوی د اسلامي امارت د کړنو او خدمتونو ستاینه وکړه او په ورته وخت کې یې د خپلو شته سيمه ييزو ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۳۴
Background image

غزني کې د مسؤلینو او عامو خلکو ترمنځ لویه ولسي غونډه جوړه شوه

یکشنبه ۴ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت‌الله شجاع په مشرۍ نن په غزني ولایت کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۷
Background image

لغمان کې د څو کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر شخړه حل شوه

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د لغمان ولايت مرکز اړوند سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۱
Background image

نورستان کې د مسؤلينو له لوري پنځه کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د نورستان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مخورو په هڅو د دغه ولايت په واما ولسوالي کې د تېرو پنځو. . .

BACK TO NEWS

User account menu