د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په هېواد کې د ټولو قومونو او قبایلو ګډ کور دی!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۹:۴
mobta

د افغانستان اساسي قانون د څلورمې مادې د درییمې فقرې پر بنسټ د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یي، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو درنو قومونو څخه جوړ دی. د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کېږي.

د وزارت هڅه او لومړیتوب دا دی، چې د درنو قومونو تر مینځ یووالي رامنځته او ټول د نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، جمهوریت او د ملي ګټو د ملاتړ په پار په یو واحد صف کې سره منسجم کړي.

دښمن چې تل یې هڅه کړې تر څو زموږ په هېواد کې د ور‍وڼو قومونو تر مینځ بېلوالی رامنځته کړي، خو هېڅکله به دې موخې ته ونه رسېږي. دا هېواد د ټولو درنو قومونو ګډ کور دی او به په ګډه دې هېواد او ولس ته کار کوو.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۰
Background image

لغمان کې مسؤلينو ۱۰ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښود

 

سه شنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالي په نويا دره کې د دوو کورنيو ترمنځ د پورونو پر سر راپورته شوې لس کلنه بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۵
Background image

په نورستان او هرات ولايت کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو اورېدو غونډې ترسره شوې

 

دوشنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کانتیوا او د هرات ولایت په کرخ ولسوالي کې د قومي مشرانو، دیني علماوو او د خلکو د استازو په ګډون پراخې غونډې ترسره شوې. په دغو غونډو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالي قومي مخورو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره وکتل

 

دوشنبه ۱۴۴۷ ربیع الاول ۸

نن په کابل کې د زابل ولایت له شاجوی ولسوالي څخه راغلیو علماوو او قومي سپين ږیرو د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا نورالله. . .

BACK TO NEWS

User account menu