د وزارت د سرحدي او قبایلي چارو د اطلاعاتو د انسجام مدیریت BTMIS پروژې چارې و ارزول شوې!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین محترم محمد آصف ننګ نن له غرمې مخکې د وزارت د سرحدي او قبایلي چارو د اطلاعاتو د انسجام مدیریت BTMIS پروژې چارې وارزولې.
په دې غوڼده کې، چې د وزارت یو شمېر رئیسان او سلاکاران هم حاضر وو، لومړى د یادې پروژې مدیر ښاغلي منصور حیدرې د پروژې د فعالیتونو، لاسته راوړڼو او راتلونکو پلانونو په اړه ښاغلي معین ته د یوه پرېزنتېشن له لارې معلومات وړاندې کړل او د چارو د بهبود په موخه یې خپل یو لړ وړاندیزونه ورسره شریک کړل.
ورپسې ښاغلی ننګ د یادې پروژې چارې مهمې وبللې اړوندو مسوولینو ته يې د چارو د بهبود په اړه لازمې لارښوونې وکړې وې ویل: هیله من یم، ترڅو یاده پروژه د وزارت له نورو ریاستونو سره په بشپړې همغږۍ د بهبود په موخه اړین اقدامات ترسره کړي.