د ملي بنسټونو په تېره بیا د افغان ملي امنیتي _ دفاعي ځواکونو ملاتړ د هر هېوادوال مسوولیت دی!

افغان ملي امنیتي ځواکونه زموږ د هېواد، ځمګنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ، عامه تاسیساتو او ولسونو ساتونکي دي ځکه یې ملاتړ زموږ ټولو ګډ مسوولیت دی.
ټول هېوادوال باید له خپلو ملي ځواکونو څخه ملاتړ او ورسره همکاري وکړي او په خپلو کلیو، ولسوالیو او سیمو کې دې بې رحمه دښمن ته ځای ورنه کړي او پر وړاندې یې سره منسجم او یو موټی شي.
دښمن په ټول توان هڅه کوي، چې زموږ عامه بنسټونه ونړوي، هېواد مو د پرمختګ له کاروان څخه وروسته پاتې کړي. خو افغان امنیتي ځواکونه به یې پر وړاندې ودرېږي او د ښمن ته به انشاالله کلکه مات ورکوي.
تل دې وي افغانستان
محب الله صمیم
د سرحدونو او قبایل چارو وزیر