مسلکي معینیت پورې د اړوندو ریاستونو چارې وڅېړل شوې!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین محترم محمد آصف ننګ نن له غرمې مخکې د ښوونې او روزنې، تحقیق او مطالعاتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو او پلان او پالیسۍ له ریاستونو څخه لیدنه وکړه او د دغو ریاستونو له مسوولینو سره یې د دوې د چارو ارزونه وکړه.
په دې غوڼده کې لومړى اړوندو رئیسانو د خپلو تېرو کړنو او راتلونکو برنامو په اړه ښاغلي معین ته معلومات وړاندې کړل او د چارو د بهبود په موخه یې خپل یو لړ وړاندیزونه ورسره شریک کړل.
ورپسې ښاغلی ننګ اړوندو مسوولینو ته د چارو د بهبود په اړه لازمې لارښوونې وکړې وې ویل: هیله من یم هر ریاست د یوه پرېزنتېش له لارې د خپل ریاست چارې معرفي کړي، ترڅو موږ يې له ارزولو وروسته په بشپړې همغږۍ سره د بهبود په موخه اړین اقدامات ترسره کړو.