په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر له ستر سلاکار سره لیدنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن غرمه په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر له ستر سلاکار ښاغلي لعل پاچا ازمون سره وکتل.
په دې کتنه ښاغلي ازمون د وزارت بېلابېلو فرهنګي برخو څخه د لېدنې په ترڅ کې د وزارت کتابتون وکوت او په دې برخه کې د لاغني کېدو په موخه د څو ټوکو کتابونو مرسته هم وکړه.
ورپسې ښاغلی محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ولسمشر له ستر سلاکار څخه مننه وکړه، چې د فرهنګي برخو په پیاوړتیا کې همیشه له وزارت سره همکاري کوي او خپلې تجربې شریکوي.