په بادغیس ولایت کې له علماوو اوقومي مخورو سره ناسته وشوه

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۰ - ۱۹:۴۷
Mobta

پنج شنبه رجب المرجب /۱۸/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لوړ رتبه هیئت د رسمي سفر په ترڅ کې په بادغیس ولایت کې خلکو ستونزو ته د رسیدګي او یووالي په موخه یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د همدغه وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین، د پلان او پالیسۍ رئیس، مل هیئت، د بادغیس ولایت والي، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ټولو ملکي ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو. د غونډې په پیل کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد قاسم د وزارت پلاوي، قومي مخورو، علماوو او ټولو ګډونوالو ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام تر ټولو لوی مسؤلیت د قومونو او خلکو یووالی ساتل دي. د بادغیس ولایت والي مولوي عبدالصمد جاوید په خپله وینا کې وویل: مغرضې کړۍ هڅه کوي چې د دروغجنو تبلیغاتو په واسطه د نظام او ولس تر منځ واټن پیدا کړي خو ا.ا.ا غیږ ټولو هیوادوالو ته خلاصه ده او دا نظام به موږ او تاسو په ګډه او اتفاق سره ساتو. د ناستې په جریان کې د بادغیس ولایت د قومي مشرانو او علماوو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې ويې ویل: د اسلامي نظام تحکیم د افغانستان د هر وګړي یوه هیله ده او دا نظام له ډیرو قربانیو وروسته منځ ته راغلی دی، پیروي او ترڅنګ یې درېدل په ټولو لازم دي. دوی له حکومت څخه د لویو لارو د رغولو، روغتیا او اوبو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی چې افغانانو ته الله ج یو اسلامي او خپلواک نظام ورکړی دی، چا چې د دې نظام د اقامې لپاره قربانۍ ورکړې دي، د هغوی باید قدر وشي، پر یتیمانو یې شفقت وشي او د ژوندیو یې پالنه وشي، دا هغه ملت دی چې په تېرو شلو کلونو کې یې د مجاهدینو هر ډول مرسته کړې ده. نوموړي د دوی ټولو د ستونزو په اړه ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه چې دا وزارت د خلکو غږ دی او موږ به ستاسو غوښتنې تر اړوندو مسؤلینو رسوو. غونډه د هیواد د آبادۍ په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu