جمهور رئیس غني په رسمي سفر امریکا ته روان شو!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۰:۱۱
mobta

ارګ، کابل: جمهور رئيس محمداشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر، نن ماسخوتن د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د امریکا متحدو ایالتونو ته روان شو.

د هېواد جمهور رئیس به د دې سفر په جریان کې د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس جوبایډن، د هغه هېواد یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو، د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او انکشافي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د جمهوررئيس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۰:۱۳
Background image

پکتیا کې ۹ کلنه دښمني او جوزجان کې ۵ کلنه کورنۍ بدي هواره شوه

دوشنبه ٥ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو په منځګړیتوب او پرله‌ پسې هڅو په پایله کې د یاد ولایت په احمداباد ولسوالۍ کې هغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۳۴
Background image

غزني کې د مسؤلینو او عامو خلکو ترمنځ لویه ولسي غونډه جوړه شوه

یکشنبه ۴ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت‌الله شجاع په مشرۍ نن په غزني ولایت کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۷
Background image

لغمان کې د څو کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر شخړه حل شوه

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د لغمان ولايت مرکز اړوند سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu