له قومي مشر او مخور سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۹:۲۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن دوشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱۸ مه نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی، د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري او د ولایتونو سره د اړیکو ریاست سرپرست ښاغلی حمیدالله خېبر هم حاضر و، د لغمان ولایت له قومي مشر او مخور ښاغلي جنرال محمد زمان مموزي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلي قومي مشر د یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د وزارت د مشرتابه هڅې د سولې، ملي یووالي د ټینګښت او د قومونو د انسجام په برخه کې وستایلې او د موجوده نظام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د یاد قومي مشر او مخور ستونزې پر ځای وبللې او د خپلو تلپاتو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu