د قومي شوراګانو د انسجام غونډه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۱۰:۸
mobta

د قومي شوراګانو د انسجام تر نامه لاندې غونډه نن دوشنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم پر (۲۰) مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د تایمني مېلمستون د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي او د بېلا بېلو۱۴۰ قومي شورا ګانو مشرانواو استازو ګډون کړی و.

د قومي شوراګانو د انسجام غونډې ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي خبرې وکړې، وې ویل: قومي شوراګانې د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د یو هدف لپاره جوړېږي. د هېواد وګړي حق لري، چې ټولنیز سازمانونه او شوراګانې جوړې کړي، تر څو د ملي موخو د لاسته راوړلو، د ستونزو د حل، ملي یووالي د پیاوړتیا او د هر ډول قومي، ژبنیو او سیمه ییزو توپیرونو د له منځه وړلو او د قومونو تر منځ د انسجام لپاره په خپلواکه توګه کار او فعالیت وکړي.

ستاسو شوراګانو د همدغو موخو د ترلاسه کولو لپاره د قومي شوراګانو د انسجام مرکز رامنځته کړ چې په اډانه کې دارالانشا او د سولې، فرهنګي او عالمانو په نامه درې ګونې کمېټې لري. وزارت ستاسو فعالیتونو ته د اسانتیاوو رامنځته کوونکی دی، د وزارت شته امکانات ستاسو په خدمت کې دي.

ښاغلي احمدزي وویل : شوراګانې باید له هغو ارګانونو سره چې د سولې د ټینګښت په برخه کې کار کوي د یو ولسي ځواک په توګه کاروکړي. تر څو څرګنده شي، چې شوراګانې د خپلو قومونو استازي دي. د سولې پروګرامونه روان دي هیله من یو چې مثبتې پایلې ولري.د افغانانو تر منځ خبروته زمینه برابره شي او تفاهم ته سره ورسېږي د سولې په برخه کې د شوراګانو رول مهم دی باید بې تفاوته ونه اوسئ، ښاغلي احمدزي دا هم وویل: چې اختلافات او تیت و پرک فعالیتونه موږ ملي موخو ته نشي رسولای. باید د خپل هېواد د اړتیاوو او خپل ولس له غوښتنو سره سم د ملي ګټو په پام کې نېولو سره خپل فعالیتونه ترسره کړو. او په تفاهم خپلې ستونزې حل کړو. ځینې ګاونډي نه غواړي چې موږ یووالی ولرو، باید ویښ اوسو، نظام زموږ لپاره غنیمت دی باید یې د اصلاح لپاره کار وکړو. او له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړو.

زیاته یې کړه: موږ په یووالي کولای شو هم د تلپاتې سولې او هم د خپلو ملي موخو او ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره ګټور کار وکړو. له همدې امله یې د شوراګانو ترمنځ په انسجام ټینګاروکړ.

ورپسې په وار سره د بېلا بېلو شوراګانو استازو پخپلو خبرو کې د قومي شوراګانو تر منځ په انسجام، د چارو په همغږۍ، دغونډو په تسلسل، د سولې د ټینګښت لپاره په هڅو او د شوراګانو په رول، د یووالي د پیاوړتیا او په چارو کې د انسجام په رامنځته کولو ټینګار وکړ. په بېلا بېلو برخو کې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل او حل لارې په ګوته کړې، د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه یې وغوښتل، چې د ټاکنو پایلې په ټاکلي وخت اعلان کړي.
په پای کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال ښاغلي احمدزي ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته د حل لارو پیدا کولو او اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu