مثبت اصلاحات د وخت غوښتنه ده!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۱۱:۳۹
mobta

د وزارت اداري مجلس د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي په مشرۍ ، د دغه وزارت د مرستیالانو ، سلا کارانو او رئیسانو په ګډون جوړ او په مثبتو اصلاحاتو یې ټینګار وکړ.

ددې اونۍ اداري مجلس د اصلاحاتو نوې پروژې ته ځانګړی شوی و، په پیل کې د وزارت سلا کار ښاغلي حمید الله بارکزي د پروژې کار او فعالیت ته د زمینې د برابرولو په برخه کې د وزارت له رهبرۍ په ځانګړې توګه مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي او په دې برخه کې د هغه له هڅو څخه مننه وکړه.

ورپسې د اصلاحاتو د نوې پروژې مسول ښاغلي جمال الدین ملت د یادې پروژې د اساسي موخو او فعالیتونو په اړه پرزنتیشن وړاندې کړ.وې ویل:چې بدلون راوستل ، پراختیا او پرمختګ ته زمینه برابرول د روڼتیا په موخه ګامونه اوچتول ، د نیمګړتیا وو شتخیصول او د له منځه وړلو لپاره یې هڅې کول، د کاري ظرفیت لوړول او په دې اړه مشورې ورکول د دغې پروژې له موخو څخه دي .

همدا راز د پروژې د چارو همغږي کوونکي ښاغلي محمد ابراهیم تامیل هم د پروژې د تشکیلاتي جوړښت ، کارکوونکو د زده کړې کچې ، تجربو ، کاري مخینې او وړتیا وو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي د وخت د اړتیاوو سره سم یاده پروژه ډېره مهمه او ارزښتناکه وبلله وې ویل: چې د هېواد ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني هم په دې ټینګار کوي چې ادارې باید پرمختللې وي، د وخت سره مناسب مثبت بدلونونه او اصلاحات باید پکې راشي ، ترڅو هېواد او اولس ته غوره خدمتونه وړاندې کړي. او دا پروژه هم د همدې موخې لپاره منظور شوې ده ، چې په چارو کې اصلاح او سمون راشي او نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي. همدا راز یې له اړوند ادارو وغوښتل چې له پروژې سره د معلوماتو په شریکولو کې همکار اوسي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي هم پخپلو خبرو کې د اصلاحاتو نوې پروژه په چارو کې د مثبتو بدلونونو دراوستلو لپاره ګټوره وبلله وې ویل: ښوونه او روزنه ، وړتیا او کاري ظرفیت د غوره خدمت کولو لپاره ډېر اړین دي.همدا راز یې په اداره کې د کارکوونکو تر منځ په مسلکي سلوک ټینګار وکړ وې ویل، چې هر کارکوونکی مکلف دی چې د قانون او اداري اصولو پر بنسټ خپله دنده مسولانه پرمخ یوسي. همدا رازیې د چارو په پر مخ بېولو کې په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

یاد مجلس د تلپاتې سولې د ټینګښت او په چارو کې د اصلاح او سمون په دعا پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu