د ټاکنو په ملي بهير کې ګډون!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۷ - ۱۰:۵
د ټاکنو په ملي بهير کې ګډون!

د سرحدونو او قبایلو وزارت مسلکي معین ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزي نن سهار د رایو ورکولو مرکز ته ولاړ او د ولسمشریزو ټاکنو په ملي پروسه کې يې په خپل ګډون سره د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړه.

ښاغلی بارکزي د ټاکنو خپلواک کمیسېون له کارکوونکو څخه مننه وکړه، چی په ډیر منظم ‌‌‌‌‌‌ډول او له کومې ستونزې پرته دا ملي پروسه مخته بیایي.

نوموړي زياته کړه: دافغانستان نظام او زموږ جمهوریت خپل مشروعیت د ولس له رایو څخه اخلي او دا ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه ده، چی ټول هیوادوال په ملي او سرنوشت ټاکوونکو انتخاباتو کی برخه واخلي.
.
موږ مخکې هم ویلي، چی د سولی د رامینځته کېدو پخاطر ټاکنی حتمي او ضروري دي، چی د ولس دخوښی ولسمشر د هېوادوالو دقوی ادرس څخه تلپاتې او با عزته سولې لپاره کار وکړی.

هیله مو له ټولو هیوادوالو، قومی مشرانو، خویندو او وړونو څخه داده، چی نن د ټاکنو مرکزونو ته ورشي او د جمهوریت د دوام په موخه خپله رایه خپل د خوښی نوماند ته د وجدان دحکم په اساس وکاروي.
تل دې وي افغانستان
پاینده باد افغانستان
یشه سین افغانستان

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu