د کندهار د يوشمېر قومونو له قومي مشرانو او مخورو سره د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه .

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱ - ۱۱:۵۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د روان لمریز کال د وږي د میاشتې په ۳۱ مه نېټه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د حاجي بابا په زيارت کې د کندهار ښار او بیلا بیلو ولسواليو په سلګونو قومي مشرانو او سپين ږيرو سره د ولسمشريزو انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي په جوړې شوي غونډې کې ګډون وکړ.
د غونډې په پیل کې ښاغلي شیرزي وويل، چې انتخابات د هېواد په دې اساسو شرايطو کې له روانو جګړو څخه د ژغورنې يوازنۍ لاره ده، نو له همدې امله ولس بايد د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي او خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي زياته کړه موږ انتخابات د قوي او مشروع دولت او نظام د جوړولو لپاره غواړو، څومره، چې دولت او نظام قوي وي په هم هفه اندازه به د سولې او امن د ټينګښت لپاره جدي کار وکړي، خو قوي دولت او نظام هغه وخت رامنځته کيږي، چې تاسو ټول نر او ښځي په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړئ او خپله رايه ورکړئ.
ورپسې د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي په جوړه شوی غون‌‌‌‌‌‌ډه کی قومي مشرانو د ولسمشريزو انتخاباتو په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي محمد شفيق ګل اغا شېرزي خبرې پر ځای وبللې او ژمنه يې وکړه، چې د سولې او امنیت د تامین او د قوي دولت او نظام لپاره به د کندهار ټول قومي مشران ټول ولس هڅوي، چې د خپل ولسمشر د ټاکلو لپاره په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي، رايې ورکړي او يو داسې ولسمشر وټاکي، چې د سولې او امن په ټينګښت سره هېواد له روانو ستونزو څخه وژغورې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu