د سنبلې نهمه له پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د پيوستون ورځ د خوست د سرحدونو قبایلو چارو ریاست له لوري د یاد ریاست د جرګو په تالار کې د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۰ - ۱۲:۵۲
mobta

ښاغلي ننګیال د سنبلې د نهمې د لمانځنې په تاریخچه، حکمت، موخه ، د پښتنو او بلوڅو په یووالي، ګډو ارزښتونو، ګډ راتلونکې، د پښتنو او بلوڅانو په شته حالت مفصلې خبرې وکړې، او د قومونو یووالی یې د ملت او نظام په خیر وباله ، همدا ډول د سرحدونو او قبایلو چارو رییس د ولایت مقام د هڅو او ملي ورځو د لمانځنو په برخه کې یې د شته همکارۍ مننه وکړه.
ور پسې د ولایت مقام د بشري منابعو رییس نقیب الله متونوال د غونډې برخوالو ته د خوست والي محترم محمد حلیم فدایی، د ولایت مرستیال عبدالواحد پټان سلامونه او ددې ورځې د لمانځنې د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل، همدا ډول ښاغلي متونوال د پښتنو په روان وضعیت لازمې څرګندونې وکړې او ددا ډول ورځو لمانځل یې د لر او بر افغان د ویښتابه، او د یووالی پیل وګڼه. د غونډې په جریان د وزیرستان د قبایلو شورا غړو مولوي ثاقب او مولوي جلال الدین هم ویناوې وکړې، د افغانستان د دولت د مرستو یې مننه وکړه، د پښتنو په سیاسی، اقتصادي، علمي حالت یې لنډه رڼا واچوله، ښاغلي ثاقب پښتانه او بلوڅان وروڼه وبلل او افغانستان یې خپل کور وګڼه، او همدا ډول یې د وزیرستان د قبایلو ستونزې هم له ګډونوالو سره شریکې کړې. همدا ډول د غونډې په جریان لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل او یو شمیر قومي مشرانو او د سپرې ولسوالۍ د قومي شورا رییس حاجي معلم ځدراڼ او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت استازي اصف خان اصیلزي هم په خپل وار خبرې وکړې، د خوست د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست فعالیتونه یې وستایل او ددې ورځې مبارکي یې ټولو ګډونوالو ته وویله. دوی د خوست ولایت د مشرتابه، د ملکي او نظامي منسوبینو د هڅو هم مننه وکړه، قومي مشرانو د خوست د ولایتي ادارې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu