د اداري ودانۍ او د شهر نو مېلمستون د ترمیم داوطلبي

taqi_admin
د اداري ودانۍ او د شهر نو مېلمستون د ترمیم داوطلبي

Publish Date

Closing Date

Location د هوايي ډګر سړک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت

 

د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د یاد وزارت د اداري ودانۍ  او د شهر نو مېلمستون د ترمیم د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
ټول لیوال داوطلبان کولای شي د یادې داوطلبۍ شرطپاڼه د تدارکاتو له آمریت څخه د (1000) افغانیو په بدل کې تر لاسه کړي. له ترلاسه کولو وروسته، داوطلبان باید اړوند فورمه د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې ډکه کړي او آفرونه، په تړلې بڼه، د اعلان له نېټې څخه تر دوشنبې، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۲۶مې نېټې پورې، چې د غوښتنپاڼو د سپارلو وروستۍ  نېټه ده، د آفرونو صندوق ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې د آفر تضمین باید د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه وي، چې اندازه یې (228,000) افغانۍ  ټاکل شوې ده. د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د دوشنبې، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۲۶مه نېټه، د تدارکاتو ریاست کې ترسره شي

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د خوشحال خان عالي لېسې د تعمیر ترمیمولو د قرارداد د ورکړې اړه خبرتیا:  


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په کابل کې د خوشحال خان عالي لېسې د تعمیر ترمیمولو قرارداد د ۱۴۰۵ هـ ل کار لپاره د (د پروېز هارون حضرتي ساحتماني شرکت) ته د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۰
Background image

د رحمان بابا او پیر محمد کاکړ لیسو د تعمیر ترمیمولو د قرارداد د ورکړې په اړه خبرتیا:  


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په کابل کې د رحمان بابا او پیر محمد کاکړ لیسو د تعمیر ترمیمولو قرارداد د ۱۴۰۵ هـ ل کار لپاره د (ځدراڼ اپکس ساختماني او سرک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۶
Background image

د  درې ګونو لېسو، انستیتیوت او وزارت اړوند د درملو د قرارداد د ورکړې په اړه خبرتیا:  


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په کابل کې د  درې ګونو لېسو، انستیتیوت او وزارت اړوند د درملو د قرارداد د ۱۴۰۵ هـ ل کار لپاره د (عدنان بهیر د لوجیستیکي خدمتونو . . .

Back to tenders

User account menu