په کابل کې د جګړې له امله د کندز له بې ځایه شویو سره لېدنه!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۹:۵۲
mobta

د سرحدونواو قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په داسې حال کې، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې استازي هم ورسره وو، نن چهارشنبه د۱۴۰۰لمریز کال د چنګاښ پر ۹ مه نېټه د جګړو له امله د کندز ولایت له ۴۰ بې ځایه شویو کورنیو سره چې دا مهال د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د شهرنو په مېلمستون کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د هدایت پراساس شپې ورځې تېروي وکتل او د دوی ستونزې یې له نږدې واورېدلې.

ښاغلي احمدزي یادو بې ځایه شویو کورنیو ته چې شمېر یې ۱۴۰ تنو ته رسیږي د وزارت له امکاناتو سره سم یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ. دغه راز یې ستونزې د حل په موخه د کډوالواو راستنېدونکو چارو وزارت او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له استازو سره شریک کړل او په دې اړه یې د وزارت د تشریفاتو ریاست ته لارښوونه وکړه، چې عزت داري او خدمت یې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu