په نیمروز ولایت کې د سولې د بهیر، جمهوري نظام او ملي امنيتي ـ دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د دایمي اوربند د ټينګښت په اړه لویه ولسي غونډه جوړه شوه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۹:۶
mobta

په دې غونډه کې چې نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۲ نیټه ددغه ولایت د ازادۍ مېلمستون په تالارکې جوړه شوه ، د نیمروز والي ښاغلي الحاج زمریالي احدي، د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین محترم الحاج محمد یعقوب احمدزي او ورسره مل پلاوي د ولایتي شورا غړو، ګڼ شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو، ښځینه فعالانو او یوشمېر ځوانانو ګډون کړی ؤ.

د غونډې په پیل کې د نمیروز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریس ښاغلي سید حامد سادات پلاوي او د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې اجنډا او موخه بیان کړه.

ورپسې نیمروز والي ښاغلي زمریالي احدي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د لويو ولسي غوڼدو د جوړولو له لارې د نظام او ملي ځواکونو ملاتړ ته د خلکو په رابللو کې د وزارت هلې ځلې وستایلې وی ویل: افغانان سوله غواړي او دا یې حق دی، موږ نورله جګړو ستړي شوي یو، نوموړي د غونډې له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې په یوه غږ له مخالفینو څخه وغواړي، چې اوربند وکړي.

mobta

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزات د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین محترم الحاج محمد یعقوب احمد زي د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلی محب الله صمیم سلامونه او نیکې هېلې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړې وی ویل: د نیمروز ولایت ولسونو همیشه په مېړانه خپلې خاورې څخه په مېړانه دفاع کړې ده ، موږ د خپل شته اسلامي او منتخب نظام ننګه او ملاتړ کوو، او هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ ولسونه یو ځل بیا کډوالې ته مجبور کړي ، په اوسني نظام کې زموږ ننګ او زموږ عزت خوندي دی ، او موږ به یې په کلکه ملاتړ کوو. ده همدارنګه په وسلوالو مخالیفینو غږ وکړ ، چې ژر تر ژره دې اوربند وکړې تر څو مو په هیواد کې روانې ورور وژنې ته د پای ټکی ایښی وي .

په غونډه کې همدا راز قومي مشر یوسف خان، د ولایتي شوار غړي، مولوی ګل احمد احمدي، د علماوو شورا په استازېتوب حافظ رحمت الله رحماني، او د ښځو په استازېتوب اغلې ثریا محمدي په وارسره د خپلو خبرو په ترڅ کې د جمهوري نظام، سولې بهیر او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ او له وسله والو مخالفینو څخه یې غوښتنه وکړه، چې نور افغان وژنه بس او د یوه دایمي اوربند د ټینګښت له لارې د سولې په راوستو کې خپله ونډه ادا کړي.

غونډه د مولوي نعمت الله سلطاني له خوا په هېواد کې د سولې ټینګښت په دعایې سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

د بلخ ولايت مسؤلينو په دغه ولايت کې درې کلنه حقوقي شخړه هواره کړه

 

يکشنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۸

د بلخ لايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئيس په مشري دغه ولايت کې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفذينو په ملتيا د څو ناستو په ترڅ کې د دوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۱۳
Background image

ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې په ۷ ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د کارونو د ارزونې په تړاو ناسته

پنجشنبه ۲۹ صفر المظفر ۱۴۴۸

دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې په ۷ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د کارونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

BACK TO NEWS

User account menu