د خوست ولایت د ولسونو او قومونو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۵:۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د خوست ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې چې د پوهنې، روغتیا، پراختیایي پروژو د تطبیق او نورو برخو کې وې د حل په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې د ولسي بسیج، د قومي جوړښتونو د پیاوړتیا، سولې ټینګښت او په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسي غونډو او جرګو له لارې د نظام ملاتړ ته د خلکو رابللو په برخو کې د محترم محب الله صمیم هڅې او لاسته راوړنې وستایلې.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: د خوست ویاړلیو ولسونو تل د نظام ساتنې لپاره قرباني ورکړي او دغه راز یې تل د سولې او پر مخالفینو د اوربند غږ اوچت کړی، چې موږ مو د دې هڅو قدرداني کوو، دغه راز یې دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به مو د تل په څېر د حل لپاره له اړوندو ادارو سره شریکې کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu