پامیر زموږ د هيواد د حاکمیت یوه مهمه نقطه ده

mobta_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۲۰:۱۲
mobta

یکشنبه/ذوالقعدة الحرام/۱۵/۱۴۴۴

د بدخشان ولایت واخان ولسوالي د کوچني پامیر په استازیتوب وزارت ته راغلیو مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري سره په کاري دفتر کې وکتل. په دغه لیدنه کې له پامیر څخه د راغلیو مشرانو په استازیتوب مولوي عبدالحق او نورو ناستې ته خبرې وکړې، دوی د اسلامي امارت له هڅو، کوښښ او یادې سیمې ته له پاملرنې څخه مننه وکړه او له دې نظام سره یې په هره برخه کې د همکاري ژمنه وکړه. دوی له وزارت مقام څخه په پامیر کې د روغتیایې خدماتو او یوه بل کلینیک د جوړېدلو، د سرکونو رغولو، د ښوونځي او مخابراتي خدماتو او د هغوی لبنیاتو ته د بازار موندنې غوښتنه وکړه. د وزارت سرپرست ښاغلي نوري د راغلیو مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: موږ د خپل ولس ټولو وړاندیزونو ته ژمن یو، تېر کال مو چې د پامیر له سیمې څخه د لیدنې پر مهال کومې ستونزې واورېدلې هغه مو د حل په موخه د رئیس الوزرا سره شریکې کړې او د ټولو ښکېلو وزارتونو کاري ټېمونو یې د ستونزو د حل کولو لپاره لاس په کار شوي. هغه وویل: د پامیر سرک منظور شوی او په لنډ وخت کې به یې کار پیل شي، د ټلیفون خاده هلته نقل شوې چې په لنډ وخت کې به کار پيل کړي، د پاميري مالدارانو لبنیاتو ته د بازار موندنې په اړه يې هم ډاډ ورکړ. نوموړي وویل: پامیر زموږ د هیواد یوه مهمه نقطه ده او حکومت به ورته په ټولو برخو کې پوره پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu