د کندوز د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس سره د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د مسئولینو کتنه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۷:۲۹
mobta

د کندوز د سرحدونو، قومومونو او قبایلو رئيس مولوي احسان الله ثاقب د دغه ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس محمد رضا ناصري سره د پنجشنبې په ورځ د (۹/۱۱/۱۴۴۳) (۱۴۰۱/۳/۱۹) نېټه له غرمې مخکې د نوموړي په کار ځای کې د کوچیانو د ستونزو د حل او د رئيس الوزراء د فرمان په اړه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې له ښاغلي ناصري سره د کوچیانو د ستونزو او له هغوی سره د مرستې په اړه بحث او خبرې وشوې. په دې ناسته کې د کندوز د سرې میاشتې رئیس وويل: کوچیان د هېواد هغه قشر دي چې په تېرو څو لسیزو کې د جګړو د کندوز د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس سره د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د مسئولینو کتنه د کندوز د سرحدونو، قومومونو او قبایلو رئيس مولوي احسان الله ثاقب د دغه ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس محمد رضا ناصري سره د پنجشنبې په ورځ د (۹/۱۱/۱۴۴۳) (۱۴۰۱/۳/۱۹) نېټه له غرمې مخکې د نوموړي په کار ځای کې د کوچیانو د ستونزو د حل او د رئيس الوزراء د فرمان په اړه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې له ښاغلي ناصري سره د کوچیانو د ستونزو او له هغوی سره د مرستې په اړه بحث او خبرې وشوې. په همدې حال کې په دې ناسته کې د کندوز د سرې میاشتې رئیس ټینګار وکړ، کوچیان د هېواد هغه قشر دي چې په تېرو څو لسیزو کې د جګړو قرباني شوي، خو اوس باید د دې قشر لاس‌نیوی وشي. ښاغلي ناصري ژمنه وکړه چې ډېر ژر به له کوچیانو سره‌ د خوراکي اوغیر خوراکي توکو د مرستو لړۍ پیل شي. د ناستې په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئس د کندوز د سرې میاشتې ټولنې رئیس څخه په مننې، کوچیانو ته لا پاملرنې غوښتنه وکړه. دغه‌راز، د دې ترڅنګ، ښاغلي ثاقب کندوز د سرې میاشتې ریاست د شمال ختیځ زون د روغتیایي لومړنیو مرستو عملیاتي امر عبدالمنان سره هم د هغه په کار ځای کې وکتل او د کوچیانو د روغتیایي ستونزو په اړه ورسره خبرې وکړې. مولوي ثافب له ښاغلي عبدالمنان څخه غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت د رئيس الوزراء د فرمان پر بنسټ د کندوز ولایت کوچیانو ته د روغتیایي اسانتیاو د وړاندې کولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، څو کوچیان په سوکاله او هوسا چاپیریال کې ژوند وکړي او له هر ډول ناروغیو څخه خوندي واوسي. په پای کې نوموړي ژمنه وکړه چې د افغاني سرې میاشتې روغتیایي مسئولین به کوچیانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه هېڅ‌راز هڅې ونه‌سپموي قرباني شوي، خو اوس باید د دې قشر لاس‌نیوی وشي. ښاغلي ناصري ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ړياست په همکاري له کوچیانو سره‌ د خوراکي اوغیر خوراکي توکو د مرستو لړۍ پیل شي. د ناستې په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس د کندوز د سرې میاشتې ټولنې رئیس څخه مننه وکړه او کوچیانو ته يې لا پاملرنې غوښتنه وکړه. دغه‌راز، ښاغلي ثاقب د کندوز د سرې میاشتې ریاست د شمال ختیځ زون د روغتیایي لومړنیو مرستو عملیاتي امر عبدالمنان سره هم د هغه په کار ځای کې وکتل او د کوچیانو د روغتیایي ستونزو په اړه ورسره خبرې وکړې. مولوي ثافب له ښاغلي عبدالمنان څخه غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت د رئيس الوزراء د فرمان پر بنسټ د کندوز ولایت کوچیانو ته د روغتیایي اسانتیاو د وړاندې کولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، څو کوچیان په سوکاله او هوسا چاپیریال کې ژوند وکړي او له هر ډول ناروغیو څخه خوندي واوسي. په پای کې نوموړي ژمنه وکړه چې د افغاني سرې میاشتې روغتیایي مسئولین به کوچیانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه هېڅ‌راز هڅې ونه‌سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu