د کتابونو او مجلو داوطلبي

taqi_admin
د کتابونو او مجلو داوطلبي

Publish Date

Closing Date

Location د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د کتابونو او مجلو د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د لیکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره یې ډکه کړي او د نشر له نېټې څخه تر ۲۱/۳/۱۴۰۴ هـ ل نېټه د چهارشنبې ورځ چې د آفرونو د تړنې وروستۍ ورځ ده، په سرټړلي شکل د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست د آفرونو په صندوق کې واچوي. 
د یادونې وړ ده، چې د غوښتنې یا آفر تضمین د بانکي ګرنټي او یا هم (۴۱۵۰۰) یو څلوېښت زره او پنځه سوه افغانیو نغدو پیسو په اساس ترسره کېږي او د غوښتنپاڼو کتنه (آفرګشایي)  د ۱۴۰۴ هـ ل کال د جوزا مياشتې  ۲۱ مه  نېټه د چهارشنبې په ۹:۳۰ بجو ترسره کېږي. همدا راز انلاین او ناوخته غوښتنپاڼې نه منل کېږي

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د بدخشان ولایت د پامیر لېسې د خوراکي توکو، وچې ډوډۍ، غوښې، ترکاریو، مېوو او مایع ګازو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د قرارداد د ورکړې خبرتیا

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بدخشان ولایت د پامیر لېسې د خوراکي توکو، وچې ډوډۍ، غوښې، ترکاریو، مېوو او مایع ګازو د تدارک قرارداد د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د خوشحال خان عالي لېسې د تعمیر ترمیمولو د قرارداد د ورکړې اړه خبرتیا:  


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په کابل کې د خوشحال خان عالي لېسې د تعمیر ترمیمولو قرارداد د ۱۴۰۵ هـ ل کار لپاره د (د پروېز هارون حضرتي ساحتماني شرکت) ته د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۰
Background image

د رحمان بابا او پیر محمد کاکړ لیسو د تعمیر ترمیمولو د قرارداد د ورکړې په اړه خبرتیا:  


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په کابل کې د رحمان بابا او پیر محمد کاکړ لیسو د تعمیر ترمیمولو قرارداد د ۱۴۰۵ هـ ل کار لپاره د (ځدراڼ اپکس ساختماني او سرک . . .

Back to tenders

User account menu