د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند له مشر سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳۷
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي مرستيال ښاغلى ډاکټر فريدون بارکزى هم حاضر و، د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند له مشر ښاغلي محمود خان اڅکزي او ورسره راغلو مېلمنو سره وکتل.

په دې کتنه دواړو لورو په سيمه او افغانستان کې د سولې په ټینګښت او روانو حالاتو سربیره د یو لړ نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې او تبادل نظر وکړل.

همدا راز د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي شېرزي دوې ته بلنه ورکړه، تر څو په هغې مېلمستيا کې کډون وکړي، چې د ښاغلی وزیر صاحب له خوا دوې ته په پام کې نېول شوې ده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu