د غزني ولايت د جهان ملکه عالي ليسه کې د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۸:۵۶
mobta

١٤٤٤ دربيع الاول ٩مه

د غزني ولايت د جهان ملکه عالي ليسه کې د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې و نمانځل شوه، په یاده غونډه کې د د غزني سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس د همدې لیسې شاګردانو او استادانو او یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو. غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پيل شوه چې وروسته د غزني ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي مولوي محمد اسحاق ادريس د جهان ملکه عالي ليسې ښوونکو ته د ښوونکي د ورځې په مناسبت مبارکي او د ښوونکي د لوړ مقام په بیانولو سربيره ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره خپلې ټولې هڅې په لاره اچوي. ورپسې ياده غونډه د یو شمیر زده کوونکو له خوا د ښوونکي د ورځې په ویاړ د ترتیب کړو ترانو، شعرونو، لیکنو په ویلو او دغه راز ښوونکو ته د ګلانو د ګیډیو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu