د جنوب لوېديځې حوزې له قومي مشرانو سره د هېواد د روانو حالاتو او په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه سلامشورې وشوې!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۰:۵
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن ماښام د روان لمريز کال د وږي په 22مه نېټه په کندهار کې د خپل مېلمستون په انګړ کې د جنوب لوېدېځې حوزې له قومي مشرانو، مخورو، ټولنيزو فعالانو سره په کتنه کې د هېواد د روانو حالاتو او په ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسونو د پراخ ګډون په اړه مشورتي غونډه وکړه.

د غونډې ټولو ګډونوالو په يوه غږ د ټاکنو د ترسره کېدو ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د هېواد ملي ګټو ته په پام سره به خپل خلک په راروانو ولسمشريزو ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوي.
نوموړو دغه راز پر طالبانو هم غږ وکړ، چې له افغان دولت او ملت سره اوربند وکړي او بين الافغاني خبرو اترو ته لبيک ووايي

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu