د جلالتمآب ولسمشر د لومړي مرستیال د روغتیا پوښتنه وشوه.

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۴:۲۷
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن په داسې حال کې، د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی او حاجي جاوید شېرزی هم ورسره ملګري وو، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح دفتر ته ورغلل او د هغه د روغتیا پوښتنه یې وکړه.

محترم شېرزي پر ښاغلي صالح باندې برید په کلکه وغانده، هغه یې د هېواد دښمنانو کار وباله، د پېښې شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغیتا هیله وکړه او دا چې ښاغلی صالح له ترهګریز برید څخه روغ وتلې خوښي څرګنده کړه.

په مقابل کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال محترم صالح د ښاغلي شېرزي له ورتګ ،نیک احساس، خواخوږۍ او ډاډګېرنې څخه مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu