د اداري مجلس جوړېدل!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۳:۱۶
mobta

په بېلابېلو موضوعاتو د بحث لپاره د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ نن شنبې د ۱۳۹۹لمریز کال د وږي میاشتې پر ۲۲ مه نېټه اداري مجلس جوړ شو.

په پیل کې ښاغلي محمد یعقوب احمدزي قطر هېواد ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې پلاوي د تګ، لومړنۍ غونډې او ګډون والو په اړه یې معلومات وړاندې کړل وې ویل: چې دولت او نړیوالې ټولنې د افغانانو پر خپل منځي خبرو ټینګار کاوه، اوس طالبان هم د سولې خبرو ته چمتو شوي دي. الله ج په دې غونډه کې برکت واچوي، جګړه د حل لار نه ده، افغانان له جګړې ستړي دي. موږ سوله غواړو او د سولې د راتلو په انتظار یو همدا راز یې د روانو اوبو مدیریت په اړه د سیمینار جوړول یې ګټور وبلل له هغو ټولو ریاستونو څخه یې مننه وکړه، چې د جوړولو په برخه کې زیار اېستلی و. د وزارت د مالي او بشري زېرمو له ریاستونو یې غوښتنه وکړه، چې د جرګو د جوړولو پلاوي ته د اسانتیاوې په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

او د خوست، تورخم او پیرمحمد کاکړ لېسې د اړوند پروژو د ترسره شویو کارونو د څرنګوالي په اړه یې د ادارو د مسؤلینو رپوټونه واورېدل.

ورپسې د بشري زېرمو رئيس پر وخت د کارکوونکو د کار او فعالیت د کلنۍ ارزونې او ظرفیت کچې د لوړوالي په ښوونیزو کورسونو کې د هغوی د ګډون، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس په خوست ولایت کې د ۴۰۰ کسو قومي مشرانو، سپین ږيرو، دیني عالمانو، مدني ټولنې غړو او ځوانانو په ګډون د جرګې د جوړولو او د خلکو د غوښتنو او وړاندیزونو، د تحقیق او مطالعاتو رئیس د افغانستان د روانو اوبو او د هېواد پرثبات یې د اغیزو په اړه علمي او څېړنیز سیمینار د جوړولو په اړه خبرې وکړې، تر بحث وروسته پروخت د پروژو د کار په بشپړېدو او د کار له بهیر څخه د جدي څارنې ټینګار او د مرکزي او ولایتي ریاستونو له خوا پر وخت د کارکوونکو د کار او فعالیت د ارزونې د ترسره کېدو پرېکړه وشو.

او دغه راز یو لړ نور مهم مسایل هم تر بحث لاندې ونیول شول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu