د اداري او تدارکاتي چارو پر چټکتیا ټینګار وشو!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۱:۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ نن سه شنبه د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې پر ۸ مه نېټه د وزارت له یو شمېر رئيسانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د اداري او تدارکاتي چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

په یاده کتنه کې اړوندو رئیسانو د عادي او پرمختیایې بودجې د لګښت د سلنې لوړولو، پر وخت سره د تدارکاتي چارو د پرمخ بیولو، د بیوکراسۍ د له منځه وړلو او په دې برخو کې د شته ستونزو په اړه خپل معلومات شریک کړل.

ورپسې ښاغلي محمد آصف ننګ پر وخت سره د تدارکاتي چارو په ترسره کولو باندې په ټینګار سره وویل: دا، چې د مالي کال اوومه میاشت پیل شوې نو باید موږ په خپلو اداري چارو کې چټکتیا رامنځته کړو، ترڅو د وزارت د عادي او پرمختیایې بودجې د لګښت سلنه لوړه شي.

همدا راز د ښوونې او روزنې، اطلاعاتو او عامه اړیکو، پلان او پالیسۍ او د تحقیق او مطالعاتو رئیسانو ته لارښوونه وشوه، چې سبا د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د یادو وزارت له مشرتابه سره د پښتونخوا د لیکوالانو د کتابونو د چاپ او د فرهنګي مرکزونو د جوړولو په اړه وګوري او له هغو سره له سلا مشورو وروسته خپل نظریات د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu