دیني عالمان دې په هېواد کې د منبرونو له لارې ولسونو ته د اسلام د مبارک دین اصلي پیغام، چې هغه د سولې، ورورولۍ او مینې پیغام دی ورسوي!

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۱۵
mobta

د اسلام مبارک دین خلکو ته د یووالي، همکارۍ او سولې درس ورکوي.

یاد اصل ته په کتو زموږ په ګران هېواد افغانستان کې روانه تپل شوې جګړه ناروا او د نورو د ګټو جګړه ده، روانه جګړه د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو خلاف جګړه ده اود اسلام مبارک دین زیات ټینګار پر سولې کوي.

نو دا چې موږ د اسلام مبارک دین ته ژمن او بشپړ احترام لرو، نو زموږ فرهنګ جګړه نده.

د افغان ولس فرهنګ وینه توئېدنه نده، د افغان ولس فرهنګ نفرت او لرې والی ندی، زموږ فرهنګ د مینې، محبت او یووالي فرهنګ دی او بدبختانه تپل شوې ناروا جګړې، زموږ کلتور هم متضرر کړ، مسجد چې زموږ په دین او هم زموږ په کلتور کې د عبادت ځای دی او موږ یې د خدای ج کور بولو بدبختانه دا هم په امن کې پاتې نشو، زه پر دیني عالمانو غږ کوم، چې د اسلام اصلي پیغام، چې هغه د سولې، مینې او ورورولۍ پیغام دی د منبر له لارې یې تر ولسونو پورې ورسوئ تر څو روانه جګړه پای ته ورسېږې او په ګران هېواد کې مو یوه با عزته او تلپاتې سوله ټینګه شي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu