بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې
دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸
د بلخ ولايت په زارع ولسوالي کې دوه مرورې کورنې د خپلمنځي تاو ترېخوالي او ژورو جنجالونو کولو ورسته د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو بېرته سره پخلا شوې او يو بل ته يې د ورورلي غاړې ورکړې.
د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو، ديني عالمانو او قومي سپين ږيرو په منځګړيتوب لومړی د دواړو کورنيو له مشرانو سره جلاجلا ناستې وشوې، اختيارليکونه تري واخېستل شول او بيا د يوې ناستې په ترڅ کې داسې مهال سره پخلا کړل شول، چې يو بل ته يې بښنه سره وکړه.
د يادو ښکېلو کورنيو مشرانو له پخلاينې وروسته د اسلامي امارت له مسؤلينو په مننې کولو سره ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به له يو بل سره هېڅ جنجالونه، نه کوي بلکې د ورورلي ژوند ته به دوام ورکوي.
