د کوزې پښتونخوا له علمي او فرهنګي شخصیتونو سره ناسته!

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن پنجشنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۱۰ مه نېټه له کوزي پښتونخوا څخه راغلو علمي او فرهنګي شخصیتونو ښاغلي رحیم شاه افریدي، مدني فعال ښاغلي عطا الله حیران او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې راغلو مشرانو د وزارت په اړوندو لېسو، انسټیټیوټ او د هېواد په نورو پوهنتونونو کې د پښتونخوا د ځوانانو په جذبولو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په باب د وزارت د همکاري غوښتنه وکړه.
ورپسې د سرحدونواو قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د دوی له راتګ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: وزارت ژمن دی، چې د تل په څېر د خپلو اړوندو لېسو او د هېواد په نورو پوهنتونونو کې د جذب په موخه قبایلي ځوانانو ته ونډه ورکړي او دوی ته په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.