ننګرهار کې ۱۱ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

taqi2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۰
ننګرهار کې ۱۱ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

پنجشنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالي په ستن سیمه کې د کورنیو جنجالونو له امله رامنځته شوې شاوخوا ۱۱ کلنه اوږده دښمني، چې دواړو لوريو ته پکې درانه مالي تاوانونه اوښتي وو په سوله او ورورولي بدله شوه.

دغه روغه جوړه د هغې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ترسره شوه، چې پکې د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو د منځګړيتوب رول ادا کړ او د قومي مشرانو، دیني عالمانو او د سیمې مخورو په شتون کې يې ښکېل اړخونه سره غاړه غړۍ کړل.

د شخړې ښکېلو لورو د اسلامي امارت له هڅو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې راتلونکې کې به د سولې، یووالي او ورورولي په فضا کې ژوند کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu