نورستان کې د مسؤلينو له لوري پنځه کلنه دښمني په دوستي بدله شوه
شنبه ۳ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د نورستان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مخورو په هڅو د دغه ولايت په واما ولسوالي کې د تېرو پنځو کلونو دوامداره دښمني په سوله ييز ډول حل او دواړو خواوو د ورورولي لاسونه سره ورکړل.
ياده دښمني، چې د خپلمنځي ستونزو پر سر راپورته شوې وه يو کس پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و او کلونه کلونه یې دوام کړی وو، د ژورو اختلافاتو له کبله څو څو ځله د دواړو لوريو ترمنځ پکې فزیکي اخ ډب هم راپورته شوی و، چې بلآخره د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده.
د دښمني د حل په مراسمو کې د اسلامي امارت مشرانو د عفوې او بښنې په ارزښت خلک وپوهول او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې په داسې مواردو کې له زغم او صبر څخه کار واخلي
