د زابل ولایت په مرکز قلات کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام غونډه ترسره شوه!

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۹:۰
زابل کې ناسته

دوشنبه ۲۰/۳/۱۴۴۶

نن ورځ د زابل مرکز قلات اړوند د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه، چې د لوړ پوړو امارتي مسؤلینو او د ټولو ولسوالیو د استازو په شمول پکې د یاد ولایت والي الحاج مولوي حزب الله افغان، مرستیال والي مولوي محیب الله حماس او ګڼ شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون کړی وو.

قومي مخورو د خپلو خبرو پرمهال ولسونو ته د ا.ا.ا له لوري ترسره شوې خدمتونه وستايل د دې نظام ننګه يې وکړه او ویې ویل چې اوس د افغانانو د زړه حکومت راغلی، هغه وخت دی چې د خلکو ستونزې حل شي. دوی د زابل ولایت اطرافي محرومې ولسوالۍ یادې کړې زیاته یې کړه، چې په تېرو کلونو کې ډېر کم کار ورته شوی، ولسي مشرانو د شملزو ولسوالۍ د ځنځیر د لارې اساسي رغونه، خلاصول، روغتیا او د سرکونو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه. دوی د مدرسو، سربندونو، سړکونو او د پاکو اوبو نه شتون خپلې اساسي ستونزې يادې کړې او د حل غوښتونکي شول.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د ياد ولايت د اوسيدونکو ستونزې واوريدې ډاډ یې څرګند کړ چې د ولسونو پوښتنه، عزت، درناوی او خدمت د ځان فریضه او مکلفیت یاد کړ، ویې ویل: تېر شل کاله له مجاهدینو سره د ولس همکاري وه چې د نړۍ ۵۱ هېوادونه پر ګونډو شول، دا د افغانانو د اتحاد او یووالي نتیجه او ثمره وه. افغانانو نه یوازې دا چې هیواد یې ازاد کړی، بلکې په کلتوري، دیني، جغرافیوي او نورو ډېرو برخو کې یې ازادي ترلاسه کړې ده.

ښاغلي نوري د خلکو ستونزو ته په اشارې سره وويل: ولسونو ته مو د دې اړتیا نه ده پرې ایښې چې په وزارتونو وګرځي، بلکې موږ یې ولایت، ولسوالۍ او کلي ته ورځو ستونزې يې اورو، او تر لوړو مقاماتو یې رسوو. هغه همدارنګه وویل: د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسؤلين هڅه کوي چې د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې د نظام د ثبات او ولسي يووالي په هدف غونډې جوړې کړي او د خلکو ستونزې له نږدې واوري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu