په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د جلا ناستو پر مهال دوه شخړې په دوستي بدلې شوې!

khoram2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۱:۱
شخړې

یکشنبه-۲۹/۱/۱۴۴۶

د بلخ په چهار کنت ولسوالي او د جوزجان په مرکز شبرغان کې د څو کورنیو ترمنځ شخړې چې له امله یې یو تن مړ او یو تن ژوبل شوی و، د اړوندو ولایتونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو او قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب د جلا ناستو پرمهال حل او په دوستۍ بدلې شوې. د دغو شخړو له ډلې یوه یې ۵ کاله مخکې په چهارکنت ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې وه، چې له کبله یې یو کس وژل شوی و او دویمه شخړه بیا د سرپل ولایت د یوه اوسېدونکي او په جوزجان ولایت کې یوې کورنۍ ترمنځ د لفظي شخړې له وجهې رامنځته شوې وه، چې یو کس پکې ژوبل شوی و او د ښکېلو لوریو ترمنځ یې توند غبرګونونه راپارولي وو، خو د سیمه ییزو مشرانو او په یادو ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو په هلوځلو دواړه شخړې د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې هوارې شوې او سولې ته غاړه کېښوده. د دواړو منازعو د حل پرمهال مصلحینو له ښکېلو غاړو څخه اختیار خطونه واخیستل او له پوره تحقیق وروسته یې د دوی ترمنځ د خیر پرېکړي وکړې، چې دواړو لوریو پرې قناعت وکړ او یو بل ته یې د ورورۍ غېږي ورکړې. دغو کورنیو ژمنه وکړه چې دوی به د وروڼو په څېر ژوند کوي او یوبل ته به هیڅ کوم ګواښ نه جوړوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu