په خوست کې د سولې پيغام راډيو څخه ليدنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۱:۶
mobta

د افغانستان اسلامي جمهوريت د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم او ورسره مل پلاوي نن په دغه ولايت کې د سولې پیغام راډیو څخه لیدنه وکړه او د سولې پیغام راډیو د پراختيا او اغېزمنتيا چارې یې وستایلې.

ښاغلي صميم د راډیو ارزښت او اغېزمنتيا ته په اشارې سره وويل: راډيو لا هم د ډله ايزو اطلاعاتو رسولو يوه ګټوره وسيله او رسنی ده، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زيات اوريدونکي او مينه وال لري.

په پام کې وه چې د سولې پیغام راډیو له سټډیوګانو څخه د ښاغلي صميم ځانګړې ژوندۍ مرکه هم خپره شي خو د وخت د کموالي او بوختياوو له امله دا مرکه مناسب وخت ته وځنډېدله خو ژمنه یې وکړه چې له کابله به د سکایپ یا تېلفون له لارې مرکه وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۰
Background image

ننګرهار کې ۱۱ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

پنجشنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالي په ستن سیمه کې د کورنیو جنجالونو له امله رامنځته شوې شاوخوا ۱۱ کلنه اوږده دښمني، چې دواړو لوريو ته پکې درانه مالي تاوانونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱۸
Background image

په خوست، نورستان او فراه ولايت کې بېلابېلې ولسي غونډې!

 

پنجشنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د اسلامي اخوت او ټولنيزو ستونزو د حل په موخه د خوست په  اسماعيل خېلو او مندوزيو، د نورستان په واما او د فراه ولايت په دوو ولسواليو لاش جوين او شيبکو کې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۹
Background image

لغمان کې اوه کلنه دښمني په ورورولي بدله شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي په ګړان سيمه کې د دوو کورنیو ترمنځ اوه کلنه دښمني د قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو سره پای ته ورسېده. یاده شخړه، چې ۷. . .

BACK TO NEWS

User account menu