د لویدځې حوزې د انسجام شورا له مشرتابه او غړو سره ناسته!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۰:۴۶
mobta

۱۳۹۹/۱۱/۱۸

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د لویدیځې حوزې د انسجام شورا له رییس ښاغلي نثار احمد حبیبي غوري او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د یادې شورا رئيس ښاغلي غوري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ یې له موجوده نظام څخه ملاتړ څرګند کړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د دوی له ملي او هېوادني احساس څخه مننه وکړه وې ویل: قومي شوراګانې او قومي مخور کولای شي، چې د نظام د پایښت لپاره خلک و هڅوي او د سولې په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي صمیم د نوموړو ستونزې په ځای وبللې او له اړوندو ادارو سره یې د شریکولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۰
Background image

ننګرهار کې ۱۱ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

پنجشنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالي په ستن سیمه کې د کورنیو جنجالونو له امله رامنځته شوې شاوخوا ۱۱ کلنه اوږده دښمني، چې دواړو لوريو ته پکې درانه مالي تاوانونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱۸
Background image

په خوست، نورستان او فراه ولايت کې بېلابېلې ولسي غونډې!

 

پنجشنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د اسلامي اخوت او ټولنيزو ستونزو د حل په موخه د خوست په  اسماعيل خېلو او مندوزيو، د نورستان په واما او د فراه ولايت په دوو ولسواليو لاش جوين او شيبکو کې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۹
Background image

لغمان کې اوه کلنه دښمني په ورورولي بدله شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي په ګړان سيمه کې د دوو کورنیو ترمنځ اوه کلنه دښمني د قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو سره پای ته ورسېده. یاده شخړه، چې ۷. . .

BACK TO NEWS

User account menu