د ازبيکي ژبې د ملي ورځې په مناسبت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پیغام!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۲
mobta

 

ژبه د پوهولو او پوهېدلو د وسېلې په توګه د نړۍ د ټولو انسانانو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو، د ژوندانه د اړتیاوو، غوښتنو ، فکر، نظر او تجربو د راکړې ورکړې لپاره لار هواروي او همداراز زموږ په هېواد کې د بېلابېلو قومونو د نږدې والي او یووالي سبب ګرځي.

د ژبو ورځو له لمانځلو مطلب دا وي، چې له یو خوا ویوونکي دا احساس وکړي، چې هم خپله او هم بله ژبه له ارزښت او درنښت ډکه ده او بل دا، چې مسوولو ادارو او هغوی ته، چې کولای شي د ژبې د ودې لپاره کار وکړي، دا وروښيي، چې په خپله ژبه د هېواد خلکو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ازبیکي ژبې د ملي ورځې په مناسبت د هېواد په دننه او بهر کې ټولو مېشتو هېوادوالو په تېره بیا ازبيک وروڼو او خویندو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هېواد نورو ژبو تر څنګ دې ژبې ته د یو ستر ارزښت په سترګه ګوري او ژمن دی، چې د ازبيکي ژبې د ودې لپاره تر خپلې وسې کار او خدمت وکړي.

درنښت

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزير

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۰
Background image

ننګرهار کې ۱۱ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

پنجشنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالي په ستن سیمه کې د کورنیو جنجالونو له امله رامنځته شوې شاوخوا ۱۱ کلنه اوږده دښمني، چې دواړو لوريو ته پکې درانه مالي تاوانونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱۸
Background image

په خوست، نورستان او فراه ولايت کې بېلابېلې ولسي غونډې!

 

پنجشنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د اسلامي اخوت او ټولنيزو ستونزو د حل په موخه د خوست په  اسماعيل خېلو او مندوزيو، د نورستان په واما او د فراه ولايت په دوو ولسواليو لاش جوين او شيبکو کې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۹
Background image

لغمان کې اوه کلنه دښمني په ورورولي بدله شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي په ګړان سيمه کې د دوو کورنیو ترمنځ اوه کلنه دښمني د قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو سره پای ته ورسېده. یاده شخړه، چې ۷. . .

BACK TO NEWS

User account menu