په پکتیکا کې د دوو کورنیو تر منځ پېښه شوې شخړه په دوستي بدله شوه

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۲۰:۱۵
شخړه

د پکتیکا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، دیني عالمانو او قومي مخورو پر مټ د یاد ولایت د مرکز ښرنې اړوند په نوې ښرنه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې بدي چې په پایله کې یې یوه مېرمن هم وژل شوې وه، حل او په دوستي بدله شوه. د بدي د حل په غونډه کې دیني عالمانو، قومي مشرانو او مسؤلینو د اسلام د مبارک دین پر بناء د بښنې فضیلتونه واضح کړل، د عفوې په ښېګڼو یې خبرې وکړې او دواړه لوري یې صلحې ته راوبلل، چې په وروستیو کې د شخړې دواړه خواوې سولې ته راضي شوې او یو بل ته یې د ورورۍ غېږه ورکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu