په ننګرهار ولایت کې ١٥ کلنه او بلخ ولایت کې هم دې ته ورته شخړه حل شوه

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۳:۵۸
ناسته

پنج شنبه ۱۴۴۶/ ۳/ ۹

د ننګرهار ولايت لعل پورې ولسوالۍ ګل ډاک سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه پنځلس ۱۵ کلنه شخړه حل شوه چې له يوه لوري پکې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و. د روغې جوړې په دې مراسمو کې چې نيږدې ۸۰۰ کسانو ګډون درلود د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس رحمت الله غازي عمر په مشرۍ د لعل پورې ولسوال، قومي سپين ږيرو او علماوو په ګډو همکاريو حل شوه او دواړه طرفونه يو بل ته ورغاړې وتل.

ښکېلو لوريو د ا.ا.ا له مشرانو او مسؤلينو مننه وکړه چې د ولسونو اوږدې او ژورې شخړې هواروي، د خير فيصلې کوي او خلک سولې ته رابولي، دوی په خپله تيره د ښمنۍ پښيماني وښوده، يو بل ته يې عفوه وکړه او د ورورۍ په ژوند کولو يې ټينګار وکړ.

په همدې ډول د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ منازعه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس مولوي سردار محمد محمدي، ځايي سپين ږيرو، ځوانانو، متنفذينو، ديني عالمانو او د نظر خاوندانو په هلو ځلو هواره شوه او دواړه قومونه سولې ته را وګرځېدل.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو ولايتي رياستونو په همغږۍ تل هڅه کوي چې د هيواد په هره سيمه کې شخړې، دښمنۍ او وژنې له منځه يوسي او ولسونو ته د ارام، هوسا او سولييز ژوند زمينه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

خوست کې دوه کورنيو له ۳ کلن خپل منځي تاوتريخوالي لاس واخېست

 

سه شنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري د ولایتي ادارې استازو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو د ياد ولايت د صبریو او یعقوبیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

په ننګرهار، بلخ، کندز او فارياب ولايت کې د ولسواليو په کچه خلکو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډې ترسره شوې

 

سه شنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۷

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت د پلان په اساس د ننګرهار ولايت په حصارک غلجایي، دبلخ په شولګره، د کندز  په چهار درې او فارياب په المار ولسوالۍ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۱۶
Background image

بادغیس کې د میراث پر سر راپورته شوې شخړه حل شوه

 

دوشنبه ۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کلي د يوې کليوالي کورنۍ د څو غړو ترمنځ د میراث پرسر راپورته شوې شخړه حل او حق حقدار ته وسپارل شو.

د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu