په ننګرهار، بلخ، کندز او فارياب ولايت کې د ولسواليو په کچه خلکو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډې ترسره شوې

سه شنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۷
د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت د پلان په اساس د ننګرهار ولايت په حصارک غلجایي، دبلخ په شولګره، د کندز په چهار درې او فارياب په المار ولسوالۍ کې د اړوندو ریاستونو له خوا عامو خلکو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو په موخه لويې غونډې ترسره شوې.
د دغو جوړوشويو غونډو له لارې، چې د ولسواليو په کچه پکې د سيمي مخورو، علماوو، متنفذينو او عامو خلکو پراخ ګډون درلود، د اړوندو رياستونو مسؤلينو او د اسلامي امارت مشرانو خلک يووالي ته راوبلل، د اسلامي امارت د کلک ملاتړ له امله يې له هغوی مننه وکړه او د ولسي ستونزو راټولول يې خپل مسؤليت ياد کړ.
ولسې مشرانو د همدې غوندو د هدف په اساس خپلې ستونزې واورولې او لوړ رتبه مسؤلينو ته يې د هغې د رسولو غوښتنه وکړه، چې د اسلامي امارت د استازو لخوا يې ډاډ حاصل کړ. قومي مشرانو او عامو خلکو د اميرالمؤمنين حفظه الله د هغو فرمانونو هرکلی وکړ، چې د ټولنې د ناسمو رواجونو، ناوړه دودونو او انساني قاچاق د مخنيوي سپارښتنې پکې شوې دي. دوی دا په عامو خلکو د شيخ صيب حفظه الله ځانګړی رحم وباله.