په ناور کې د څړځايونو پر سر د منازعاتو د حل په موخه د رياست الوزراء له لوري ټاکل شوي پلاوي غزني ولايت ته سفر وکړ

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۱۰:۴۸
Mobta

۵/ جمادي الثاني/۱۴۴۴ هـ ق

د رياست الوزراء له لوري د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت تر سرپرستي لاندي د څړځايونو پر سر د منازعاتو د حل ټاکل شوي لوړ رتبه هيئت چي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري، د کرهڼې او مالدارۍ وزارت معين مولوي فضل الباري فضلي ، د کورنيو چارو وزارت نماينده د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده، د لويې څارنوالۍ نماينده مولوي عبيدالله  او د استخباراتو لوی رياست مرستيال محترم حاجي نجيب پکې عضويت لري د غزني ولايت د کوچي او ځايي خلکو تر منځ  په ناور ولسوالي کې د څړځايونو پر سر د اوږدمهاله منازعاتو د حل په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.

Mobta

ددې سفر پر مهال ياد پلاوي د غزني د والي الحاج محمد اسحاق اخندزاده او د همدې ولايت د سرحدونو، ق.ق چارو رئيس مولوي محمد اسحاق ادريس په شمول د کوچيانو او هزاره ګانو له يو شمېر مشرانو سره د ولايت د غونډو په تالار کې وکتل.

د کوچي او هزاره مشرانو په نماينده ګي يو يو تن مشر خبرې وکړې او د څړځايونو پر سر د منازعې د اساسي حل غوښتنه يې وکړه.

په پيل کې د پلاوي عضو محترم حاجي نجيب راغلو مشرانو ته په خبرو کې له ټولو مشرانو وغوښتل چې د معضلي د حل لپاره دي ټول په واقعي او ريښتينې توګه اقدام وکړي.

 د پلاوي مشر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري ناستو مشرانو ته لنډې خبرې وکړې؛ نوموړي پخپلو خبرو کې وويل: اسلامي امارت د ډاډمن امنيت تامينول او خلکو د ستونزو هوارول خپله وجيبه بولي، نوموړي  د ياد پلاوي له لوري د وردګو، باميان او غور ولايتونو د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ د منازعاتو حل ته په اشارې زياته کړه: که تاسو هم همکاري وکړئ او دواړه لوري په ريښتني توګه پلاوي سره حقيقتونه شريک کړئ نو ددې معضلي اسانه حل ممکن دی.

د پلاوي له غوښتنې سره سم له دواړو جهتونو څخه شپږ شپږ کسه مشران انتخاب شول تر څو د يادې تنازع په هکله خپل معلومات او مشورې له پلاوي سره شريک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu