په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د جلا ناستو پر مهال دوه شخړې په دوستي بدلې شوې!

khoram2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۱:۱
شخړې

یکشنبه-۲۹/۱/۱۴۴۶

د بلخ په چهار کنت ولسوالي او د جوزجان په مرکز شبرغان کې د څو کورنیو ترمنځ شخړې چې له امله یې یو تن مړ او یو تن ژوبل شوی و، د اړوندو ولایتونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو او قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب د جلا ناستو پرمهال حل او په دوستۍ بدلې شوې. د دغو شخړو له ډلې یوه یې ۵ کاله مخکې په چهارکنت ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې وه، چې له کبله یې یو کس وژل شوی و او دویمه شخړه بیا د سرپل ولایت د یوه اوسېدونکي او په جوزجان ولایت کې یوې کورنۍ ترمنځ د لفظي شخړې له وجهې رامنځته شوې وه، چې یو کس پکې ژوبل شوی و او د ښکېلو لوریو ترمنځ یې توند غبرګونونه راپارولي وو، خو د سیمه ییزو مشرانو او په یادو ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو په هلوځلو دواړه شخړې د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې هوارې شوې او سولې ته غاړه کېښوده. د دواړو منازعو د حل پرمهال مصلحینو له ښکېلو غاړو څخه اختیار خطونه واخیستل او له پوره تحقیق وروسته یې د دوی ترمنځ د خیر پرېکړي وکړې، چې دواړو لوریو پرې قناعت وکړ او یو بل ته یې د ورورۍ غېږي ورکړې. دغو کورنیو ژمنه وکړه چې دوی به د وروڼو په څېر ژوند کوي او یوبل ته به هیڅ کوم ګواښ نه جوړوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

خوست کې دوه کورنيو له ۳ کلن خپل منځي تاوتريخوالي لاس واخېست

 

سه شنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري د ولایتي ادارې استازو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو د ياد ولايت د صبریو او یعقوبیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

په ننګرهار، بلخ، کندز او فارياب ولايت کې د ولسواليو په کچه خلکو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډې ترسره شوې

 

سه شنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۷

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت د پلان په اساس د ننګرهار ولايت په حصارک غلجایي، دبلخ په شولګره، د کندز  په چهار درې او فارياب په المار ولسوالۍ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۱۶
Background image

بادغیس کې د میراث پر سر راپورته شوې شخړه حل شوه

 

دوشنبه ۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کلي د يوې کليوالي کورنۍ د څو غړو ترمنځ د میراث پرسر راپورته شوې شخړه حل او حق حقدار ته وسپارل شو.

د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu